جلال اباد:د يوې ليسې يو بلاک جوړ او د بلي د بنسټ ډبره کښيښول سوه
۱۳۸۷ مرداد ۳, پنجشنبهد افغان ماشومانو لپاره د آلمان د مرستو د موسسې لخوا دا 16 ښوونځۍ ده چي پدغه ولايت کي جوړيږي. ننګرهار د پوهني ريس محمد اقبال عزيزي په وينا ددې بلاک په جوړېدو سره به د يادي سوي ليسې د زده کوونکو دسرپنا ستونزه تر ډيره بريده هواره سي، د نوموړي په وينا دغه بلاک دوه پوړه دی چي تر ديرشو پوري درسي خوني لري چي د1500 زده کوونکو لپاره دسرپناه ستونزه هواروي. دپوهني رييس د آلمان ددغي مرستندويي ټولني څخه مننه وکړه چي د هيواد د نورو ولايتونو په پرتله د ننګرهار په ولايت کي زيات کار کوي.
خو د بي بي حوا د انجونو د ليسې مديره سيفوره ملکزۍ وايي: د افغان ماشومانو لپاره د آلمان د مرستو د موسسې لخوا ددغه بلاک په جوړيدوسره ددوی په سلوکي دڅلويښتو زده کوونکودسرپنا ستونزه حل کيږي،نوموړې وايي دغه بلاک 27 درسي خوني لري چي د 1500 زده کوونکو د سرپنا ستونزه حل کوي او دوی په ليسه کي تر 6000 پوري زده کوونکي لري.
د افغان ماشومانو لپاره د آلمان د مرستو د موسسې مسولين وايي چي دوي په آلمان کي د افغانانو لپاره له خلګوڅخه مرستي را ټولوي اوبيا يي دننګرهار په ولايت کي دخلکو لپاره ښوونځۍ جوړوي.
د يادوني وړ ده چي د ننګرهار په ولايت کي د ښوونځيو د رغولو کارونه ډير په چټکۍ سره روان دي اوپدې وروستيوڅو ورځو کي د ډيرو ښوونځيو ودانۍ پرانستل سوي او د ډيرو د بنسټ ډبري ايښول سوي دي.