جنرال حفتر په لیبیا کي د اوربند اعلان وکړ
۱۳۹۸ دی ۲۲, یکشنبهد لیبیا د حکومت پرضد جنگېدونکی جنرال حفتر د روسيې او ترکيې د اوربند له غوښتني سره بالاخره موافقه وکړه. په خپله نومول سوي د لیبیا د ملي اردو (LNA ) مشر، حفتر اعلان وکړ چي اوربند به د نن یکشنبې (د جنورۍ میاشتي ۱۲ مه) سهار وختي څخه نافذ سي. دا هم په داسي حال کي ده، چي تیره جمعې ورځ لا هغه ویلي ول، چي د لیبیا په پایتخت طرابلس کي به جنگونو ته دوام ورکړي. هغه ویلی وه، چي یو ملکي دولت یوازي هغه وخت جوړیدلای سي، چي «تروتریسټي ډلي» کاملأ له منځه ولاړي سي.
د هغه قواوي د تیر ۲۰۱۹ م کال د اپریل میاشتي راهیسي پر طرابلس باندي جنگونه کوي او په تیرو اوونیو کي یې شدت ورکړی دی. د ليبيا د ملي اردو (LNA ) ویاند، احمد ال مسماري د ملگرو ملتونو له خوا حمایه کیدونکي اوربند د ماتیدو څخه خبرداری ورکړی دی. د بلي خوا بیا حکومتي قواوو هم د دغه اوربند څخه هرکلی کړی دی.
روسیې او ترکيې تیره چهارشنبه ورځ په لیبیا کي د اوربند غوښتنه کړې وه. دا هم په داسي حال کي ده چي روسيه، مصر او عربي متحده امارات د لیبیا په شخړه کي د جنرال حفتر ملاتړ کوي او ترکیه بیا د طرابلس د حکومت څخه. ترکیې پر بين المللي انتقادونو سربیره فیصله کړې ده، چي د شمالي افریقا دغه هیواد ته به خپلي قواوي ولیږي.
جرمني هم د میاشتو میاشتو راهیسي د لیبیا د شخړي د یوه سیاسي حل کوښښ کوي. په برلین کي د یوه بين المللي کنفرانس په جوړیدو سره د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل او د روسيې جمهوررييس ولاديمير پوتين غواړي په دغه جنگ ځپلي هیواد کي یو سوله يز حل پیدا کړي.