جوبایدن غواړي د امریکا مسلمانان راجذب کړي
۱۳۹۹ مرداد ۱, چهارشنبهجوبایدن دغه خبره د یوه اسلامي سازمان (Action-Emgage) په نامه ټولني له خوا سازمان سوي یوه ویدويي کنفرانس پر وخت وکړه او زياته یې کړه،«زه به ستاسي په همکارۍ سره د دې غم وخورم، چي ستاسي ږغ زموږ د تصامیمو د نیولو پروخت واوریدل سي.»
بایدن ددې ترڅنګ اعلان وکړ، چي دی غواړي په سپینه ماڼۍ کي مسلمانان هم کار وکړي او د نفرت خپرولو پرضد یو قانون امضاً کړي. په خبره یې«زه غواړم داسي جمهوررئیس واوسیږم، چي غوږ نیسي او د امريکا د مسلمانانو نظریات او نور داسي موضوعات او تشویشونه په نظر کي نیسي، چي زموږ اداري ناحیې هره ورځ ورسره مخامخ دي.»
ویل کیږي، چي د «مسلمانانو د ميلیون رايي سرمشریزه تر شعار لاندي ویدیويي کنفرانس د هغه لوی کمپاین یوه برخه ده، چي غواړي په راتلونکي نوامبر ماشت کي د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهال حد اقل یو ميلیون مسلمانان رایه ورکولو او انتخاباتو ته تشویق کړي. ددغه سازمان مشر، خرم وحید وویل «موږ په تاسي اعتماد لرو». په خبره یې «موږ یوه ستراتیژي لرو، چي د میشیګان، ویسکانسین، پنسلوانیا او فلوریدا په ایالتونو کي د مسلمانانو رايي په لاس راوړو.»
د ياد سازمان په حواله هغوی د دیموکراټانو د لومړنيو انتخاباتو د کاندید، برني سندرز ملاتړ هم کړی و. جوبایدن ددې دمخه د خضرخان ملاتړ په لاس راوړی ؤ، چي زوی یې په ۲۰۰۴م کال کي په عراق کي وژل سوی وو. هغه د امریکايي قواوو مسلمان افسر وو، چي د عراق په جنګ کي ووژل سو. د خان ګروپ هم غواړي په نوامبر کي د«مسلمانان د بایدن له پاره» انتخاباتو ته راوبولي.
د دوشنبې په ورځ د اسلامي مامورینو اتحادیې هم د بایدن څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. په هغو کي د نورو تر څنګ د کانګرس وکیل، ایلهان عمر او د مینی سوتا لوی څارنوال، کیت الیسون شامل دي.
بایدن ټينگار وکړ چي دی به ددې غم وخوري چي په امریکا متحده ایالاتو کي مسلمانان نورڅنډي ته پوري نه وهل سي. هغه وویل، «ستاسي ږغ تل نه دی اوریدل سوی او نه هم په نظر کي نیول سوی دی. د امریکايي اتباعو په حیث دا ستاسي حق دی.»