طالبان: مشران نباید ناسمې او بې سنده خبري وکړي
۱۴۰۲ آذر ۱۸, شنبهپه کابل کې د اسلامي ګوند مشر د خپلو تازه څرګندونو په ترڅ کې ادعا کړې چې د امریکا متحده ایالاتو طالبانو ته د یوه لست په سپارلو سره له دوې غوښتي چې ټول شموله حکومت جوړ کړي.
هغه د طالبانو پر ضد د بیلابیلو ډلو لخوا د مسکو او ویانا په ګډون وروستیو غونډو ته په اشارې سره ویلي: »دا طبیعي ده چې هیوادونه په آسانۍ سره په خپله خاوره کې چا ته د دا ډول غونډو د ترسره کیدو اجازه نه ورکوې خو اوس خبره دا ده چې دغه هیوادونه د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د دا ډول غونډو له لارې فشارونه اچوي.»
د حکمتیار په خبره »حقیقت دا دی چې په وروستیو ورځو شپو کې امریکا د طالبانو په اړه خپل دریځ، ژبه او موقعیت بدل کړی.«
هغه د امریکا او طالبانو ترمینځ د دوحې هوکړې ته په اشارې سره زیاته کړه: «حتی ویل کېږي چې امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ یو ټول شموله حکومت جوړ کړي. ځکه یو لیست هم چمتو شوې خو دا اسلامي امارت دی چې باید وضاحت ورکړي.»
طالبان: دا خبرې حقیقت نه لري
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي: «د امریکا متحده ایالاتو لخوا د اسلامي امارت څخه د ټول شموله حکومت د جوړولو د غوښتنې په اړه ادعاوې حقیقت نه لري.»
مجاهد د اسلامي ګوند د مشر څرګندونو ته په اشارې سره زیاته کړې چې »اسلامي امارت له هیڅ چا سره د داسې حکومت د جوړولو ژمنه نه ده کړې. په دې برخه کې د ښاغلي حکمتیار خبرې حقیقت نه لري. د هیواد مشران باید بې اسناده او ناسمې خبرې ونه کړي.«
باید وویل شې چې طالبانو تر دې دمه د ټول شموله حکومت د جوړیدو هر ډول غوښتنه رد کړې. دوی چې خپله اداره ټول شموله بولي له مخالفو ډلو ټپلو سره د ګډ حکومت جوړیدو ته چمتو نه دي.
د امریکا او طالبانو ترمینځ د دوحې په لاسلیک شوې تړون کې یوه برخه د بین الافغاني خبرو اترو وه چې لا هم نه ده عملي شوې، خو طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته په بشپړ ډول پر دې هیواد واک ترلاسه کړ.