خليلزاد: طالبان دې په روژه کې اوربند رعایت کړي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۷, یکشنبهد افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليل زاد پر طالبانو دغه غږ په داسې وخت کې کړې چې تر دې وړاندې دغې ډلې د روژې په مياشت کې د افغانستان حکومت له خوا د اوربند غوښتنه رد کړې ده.
له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، طالبانو د جمعې په ورځ په شمال ختيځ ولايت بادغيس کې لږ تر لږه ۱۳ افغان امنيتي ځواکونه ووژل. په تيرو ورځو کې د افغانستان له نورو سيمو څخه هم د خونړيو جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي.
طالبانو د پنجشنې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي وو، چې د اوربند مراحل، په فبرورۍ مياشت کې په دوحه کې د امريکا او طالبانو تر منځ په شوي هوکړه ليک کې ذکر شوي دي، او ادعا یې کړې چې د افغانستان حکومت د سولې بهير په بشپړه توګه نه دی عملي کړی.
په پام کې ده چې د طالبانو په ګډون بين الافغاني مذاکرات، د افغان حکومت له خوا د ۵۰۰۰ طالب بنديانو تر آزاديدو وروسته پیل شي. طالبان به هم په بدل کې له خپلو زندانونو څخه ۱۰۰۰ تنه حکومت ته منسوب افراد آزادوي.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې ليکي چې د افغانستان حکومت تر اوسه ۵۰۰ طالب بنديان آزاد کړي او طالب لوري هم له خپلو زندانونو څخه ۶۰ تنه حکومت ته منسوب بندیان، آزاد کړی دي.
ذبيح الله مجاهد د يکشنبې په ورځ پر ټويټر د اوربند د غوښتنې په اړه د طالبانو د وياند د غبرګون تر عنوان لاندې يو مکتوب خپور کړی دی. د دغه مکتوب په يوه برخه کې راغلي دي طالبانو په افغانستان کې د سولې او جګړې د پای له پاره «خپل مسئوليت ادا کړی دی.» له دغه مسئوليت څخه موخه د امريکا او طالبانو تر منځ شوی توافق ښودل شوی دی.