د آلمان د نفوسو شمیر ۸۳،۲ میلیونو ته لوړ شوی دی
۱۳۹۹ خرداد ۳۱, شنبهد آلمان په ویسبادن ښار کې د احصایي مرکزي ادارې د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چې د ۲۰۱۸ م کال په پرتله تیر کال د دغه هیواد د نفوسو په شمیر کې ۰،۲ سلنه (۱۴۷ زره تنه) زیاتوالی رامنځته شوی دی. په ۲۰۱۸م کال کې هم د آلمان د نفوسو په شمیر کې ۰،۳ سلنه زیاتوالی ثبت شوی وو.
نوموړي ادارې د وګړو شمیر د زیاتیدو په وضاحت کې ویلي دي چې تیر کال د هغو کسانو شمیر چې آلمان ته راغلي دي، د هغو کسانو د شمیر په پرتله چې له آلمان څخه وتلي دي ۳۰۰ زره کسان ډیر دي. دغه ارقام د ۲۰۱۸م کال په نسبت یو کمښت ښکاره کوي یعنې په هغه وخت کې دغه شمیر ۴۰۰ زره کسان وو.
سربیره پر دې تیر کال د زیږیدنو په پرتله د مړو شمیر ۱۶۱ زره تنه زیات وو. په دې ترتیب په ۲۰۱۹ م کال کې د زیږیدنو شمیر او همدارنګه د هغو کسانو شمیر چې آلمان ته مهاجر شوي دي تر دې د یوه کال مخکې په نسبت کم وو او دا د نفوسو د ودې د کچې کمیدل ښکاره کوي.
په ۲۰۱۹ م کال کې د آلمان میشته بهرنیانو د شمیر وده یا زیاتیدل تر دې مخکې کلونو په پرتله بطي شوې ده او په عین وخت کې د آلماني اتباعو شمیر له ۰،۲ سلنې کمیدو سره ۷۲،۸ میلیونه تنو ته رسیدلی دی.
د ۲۰۱۹م کال په پای کې ۱۰،۴ میلیونه بهرنیانو په آلمان کې میشت وو. په مجموع کې بهرنیان د آلمان د نفوس ۱۲،۵ سلنه برخه تشکيلوي.
د ۲۰۱۱م کال راهیسي د آلمان نفوس په دوامداره توګه زیاتیږي. په ۲۰۱۵م کال کې د آلمان د نفوسو وده د ریکارډ کچې ۱،۲ سلنې ته لوړ شو او تر هغې را وروسته بیا د نفوسو وده په تدریج سره سست شوې ده.
آژآنسونه: ش.ن/ ا. و.ا