د آلمان ولسمشر بې کوره کسانو ته سوپ ووېشه
۱۴۰۳ آبان ۲۴, پنجشنبهد آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر، د برلین د ریلونو او بسونو په تم ځای کي د بې کوره کسانو له پاره د مرستې له فعالیتونو لیدنه وکړه او بې کوره کسانو ته یې سوپ وویشه.
دغه لیدنه کتنه د (Kältebusse) یا د یخنۍ د بسونو په نوم ټولني د فعالیتونو د ۳۰ مې کالیزې په مناسبت ترسره سوه، چي د یخنۍ موسم پر وخت خپلې مرستې رسوي. دغه مرستندویه کار په ۱۹۹۴م کال کي له یخنۍ څخه د یوه بې کوره کس له مړه کیدو وروسته د «برلین د ښاري ماموریت» د بڼسټ له خوا پيل سو.
له هغه وخته راهیسي د یخنۍ د بسونو په نوم موټرونه، د نوومبر مياشتي له اولې نېټې څخه د مارچ مياشتي تر آخره پوري د شپې له خوا د هغو کسانو په لټه کي وي چي د سړک پر سر ژوند کوي.
د دغه ماموریت مرسته رسوونکي، سیارې بړستنې، تودې چای او تود سوپ له ځانه سره لري او بې کوره کسانو ته سپارښتنه کوي چي بیړنیو استوگنځایونو ته ولاړ سي. هدف دا دی چي نوموړي کسان د یخنۍ له امله له مړیني څخه وساتل سي.
د یخنۍ بسونو د تیر کال په ژمي کي په مجموعي ډول د ۳۱۰۰۰ کیلومتره لار په وهلو سره، اضطراري استوگنځایونو ته د بې کوره کسانو د انتقال ۱۵۸۰ موارده ترسره کړل.
د جرمني ولسمشر وویل: «زه دلته راغلی يم، تر څو د ښاري ماموریت د انجمن د ډېرو اصلي کارکوونکو او رضاکارانو د ستري ژمني ستاینه وکړم.»
شټاینمایر وویل چي د ژمي مياشتي «د تر ټولو بې وزلو کسانو» له پاره سختې دي او یو ځاني گواښ دی. هغه څرگنده کړه چي په دا وروستیو کي هغه په خپله په دغو بسونو کي سپور سوی او لیدلي یې دي چي بې کوره کسان څرنگه دغو مرستو ته اړتیا لري.
شټاینمایر له هغو کسانو څخه هم مننه وکړه چي دغه ډول خدماتو ته یې زمینه برابره کړې ده.
له کلونو راهیسي دا یو دود دی چي د جرمني ولسمشر د کال په پای کي له بې کوره کسانو سره د مرستې له یوه مرکز څخه لیدنه کوي، تر څو د خلکو پاملرنه ورته راجلب کړي.
هغه مؤسسې چي دغه ډول مرستي کوي، کولای سي له دغه ډول پاملرنې څخه په ښه ډول استفاده وکړي، دا ځکه چي په برلین کي د «یخنۍ د بسونو» د ماموریت لگښتونه سل په سلو کي له خیریه مرستو څخه تأمینیږي.
د دغو بسونو یو له چلوونکو څخه ماتیاس شپریمان، ویلي دي چي کارونه یې کال په کال سختیږي. د مثال په ډول د هغو بې کوره کسانو شمېر چي جسمي معلولیت لري او پر ویلچر تکیه کوي، په تیرو کلونو کي سخت ډېر سوي دي. دغه کسان په اوس وخت کي د اړمنو بې کوره کسانو ۱۰ تر ۲۰ سلنه دي.
شپریمان، چي له شپږو کلونو راهيسي د«یخنۍ د بس» چلوونکی دی، وايي چي د دغو کسانو ځای پرځای کولو ته سخته اړتیا لیدل کیږي، دا ځکه چي بیړني استوگنځایونه د معلولو کسانو له پاره د لاس رسي وړ او مناسب نه دي.
شپریمان، په تیره اونۍ کي د هغې شپې یادونه وکړه چي په دې ونه توانیدی چي په ویلچر کي درې بې کوره کسان بیړنیو استوگنځایونو ته انتقال کړي. د هغه په خبره: «موږ وکولای سول له هغوی سره فقط د تودو چایو او کمپلونو مرسته وکړو.» دغه موټروان وویل چي سربیره پردې هغه په بې کوره کسانو کي، په رواني ستونزو اخته کسانو د ډېریدو شاهد هم دی.
(epd) GP/NZ