د احمدشاه مسعود د مقبرې يوه برخه تخریب شوې
۱۴۰۰ شهریور ۱۸, پنجشنبهد آلمان خبري آژانس له کابله لیکي چې د احمدشاه مسعود د قبر د یوې برخې د تخریب ويډيوګانې د پنجشنبې په ورځ په ډيره چټکۍ ټولنیزو رسنیو ته راوتلي دي.
له یوې بلې ويډيو څخه چې کامره مین يې ظاهرا د طالبانو یو غړی ښکاري، داسې څه اوریدل کیدای شي چې هغه له خپلو ملګرو څخه د مقبرې د تخريب په خاطر مننه کوي. خو په یوه بله ويډيو کې بیا طالبان ښکاري چې وايي د قبر تيږه دې د ترمیم له پاره کابل ته ولیږدول شي.
په کابل کې د طالبانو یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته د دغې پيښې په اړه ناخبري وښوده.
د قبر د یوې برخې د تخريب ويډيوګانې د پنجشنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو ډيرې چټکې خپرې شوي چې غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرلي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه ورځ د احمدشاه مسعود د وژنې له شلم تلین سره هم برابره ده.
پنجشیر یوازینی ولایت وو چې دطالبانو له خوا د کابل او نورو ولایتونو تر نیولو وروسته هم تر شاوخوا شلو ورځو پورې د طالبانو ضد مقاومت جبهې په لاس کې وو. طالبانو د افغانستان دغه وروستی ولایت د دوشنبې په ورځ ونیوه.
احمدشاه مسعود ته په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژيم تر نسکوریدو وروسته د وخت حکومت له خوا د افغانستان د ملی اتل لقب ورکړل شو.