د اروپا تر ټولو ښکلي ساحلونه
سمندر ، لمر ، تفریح او استراحت. د ځینو خلکو ډیره ګرمه هوا خوښیږي او ځیني بیا تازه هوا غواړي. اروپا په لسونو زرو کیلومتره اوږدې د ساحل غاړې لري چی په هر ساحل یې ډیر سیلانیان ځانته راجذبوي. دلته به یو څو مهم یې دروپیژنو:
الګاروه، پرتګال
د ډبرو عجیب جوړښتونه، په اصطلاح طلایی ساحلونه او د حیرانتیا وړ خلیجونه. الګاروه په پرتګال کې تر ټولو مشهوره تفریحي سیمه ده. په کالکې د څه د پاسه ۳۰۰۰ لمریزو ساعتونو په لرلو سره دغه ځای په اروپا کی تر ټولو ځایونو مخکی دی. البوفایرا ته نژدې د کاستیلو ساحل د غوټه وهونکو له پاره ډیر مناسب دی.
سیسیل، ایټالیا
د مدیترانې سمندرګي تر ټولو ستر دغه ټاپو کې د منځنۍ پیړۍ زاړه ښارونه ډیر په زړه پوري دي. همدارنګه دغه ځای د لامبو وهلو له پاره ښکلي ځایونه هم لري. په کیلومترو اوږده ساحلونه چی اکثراً له انسانانو خالي وي، سپین پوښل سوي دي، لکه دلته په ایراکلیا مینوآ کې. دلته سړی د مني تر آخره کولای سي اوبو ته ننوځي، ځکه چې افریقا ورته مخامخ پرته ده.
د اتلانتیک ساحل، فرانسه
دلته تر ټولو ښې څپې وي: هوسیګور د اوبو پر سر د لرګینې دړې یا سرف د سپورت کوونکو له پاره تر ټولو په زړه پوري ځای دی. د فرانسې په جنوب کې د اتلانتیک په ساحل کې پرته دغه کوچنۍ ساحه کې چې د ریګو غونډۍ لري، تر دریو مترو پوري لوړی څپې پکې رامنځته کیږي. له اویایمو کلونو راهیسي د سرف وهلو نړیوالی سیالۍ هم دلته ترسره کیږي.
کرت، یونان
د یونان تر ټولو ستر دغه ټاپو د زاړه کلتور، رڼو اوبو او پراخو ساحلونو په لرلو سره ډیر په زړه پورې دی. د هغه په جنوب لویدیځه څوکه کې د الافونسي خلیج موقعیت لري. ګلابي رنګه صدفونه دغه ساحل ته د کیریبین ساحل منظره ورکوي.
هیدینزې، آلمان
په آلماني ژبه «اوست زې» یا بالتیک سمندر په عین حال کی هم په اصطلاح بلا تشبیه طبیعي جنت دی او هم تفریحي سیمه. د موټرو تګ راتګ تر ډیره ځایه منع دی. د دې له پاره چې سیلانیان له هیندینزې څخه لیدنه وکړي چیرې چې د مرغانو خوندي سیمې شته، نو هغوی له بایسکلونو او ګاډیو څخه استفاده کوي. او یا هم پیاده ورځي.
ډیون، بریتانیا
د ډیون ساحل ډیره ښه هوا لري. په دغه ځای کې ډیر کوچني تفریحي ځایونه سته، لکه وولاکومب چې شپږ کیلومتره اوږد ساحل دی او په دوبي کې پکښې د خلکو بیروبار لا کم وي.
موغله، موغلا، ترکیه
د مدیترانیې پر غاړه د ایزتوزو په ساحل کې نه یوازي سیلانیان استراحت کوي، بلکې دلته د کشيپانو یو کمیابه ډول هم هگۍ اچوي. له همدې کبله د اوبو دغه غاړه د شپې له خوا بنده وي. د دالیان پر سیمه شاوخوا ډبرین قبرونه او د رومي امپراطورۍ د وخت د معمارۍ آثار لیدل کیږي.
رومو، ډنمارک
د ډنمارک رومو ټاپو د اروپا تر ټولو پراخ ساحل لري. تر اوبو پوري باید شپږ کیلومتره فاصله ووهل سي. بیا نو ښه داده چی په موټر کی مستقیماً شمالي جهیل ته سفر وسي او دې کارته په دغه ټاپو کی اجازه هم ورکول کیږي.
د ادریا ساحل، مونتینګرو
دغه ساحل تقریبا ًدومره مشهور دی لکه د هغه ګاونډي هیواد کروشیا. په خاص ډول د بودوا ښار ته نژدې د جاز ساحل چې پکښې زوړ ښار او د ډبرو یوه کلا شتون لري، چې د لیدو وړ دي.
ایبیڅا، هسپانیه
د بلیار ټاپوګان ټا د اروپایې موسیقۍ مهمه سیمه بلل کیږي. په ایبیڅا کې ټوله شپه نڅاوې او موسیقي وي او د ورځې له خوا په ساحل کی استراحت. د بینیراس ساحل د غروب یا لمر لویدو تر ټولو ښایسته منظرې په لرلو سره ډیر مشهور دی.