1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د خصوصي بانکونو راتلونکې به څنګه وي؟

۱۴۰۰ دی ۷, سه‌شنبه

د پخواني حکومت تر سقوط او د طالبانو تر واکمنیدو وروسته د افغانستان خصوصي بانکونه د یوه لوی بحران سره مخامخ سوي دي. ټوله خلګ غواړي خپلي پیسې ورڅخه راوباسي، خو برعکس څوک نه غواړي یا پیسې نلري، چه په بانکو کي یې ذخیره کړي.

https://p.dw.com/p/44v72
Afghanistan Kabul Bank
انځور: TASS/dpa/picture alliance

د خصوصي بانکونو بحران واک ته د طالبانو د رسېدو په لومړیو اونیو کي ښکاره سو. هغه مهال په زرونو خلګو بانکونو ته مراجعه وکړه، ترڅو خپلي پیسې راوباسي خو د طالبانو په کنترول کي د افغانستان بانک د نغدو پیسو د راایستلو په موضوع کي مقررات وضع کړل او دلیل یې په بانکو کي د نغدو پیسو او ډالرو کمبود یاد کړ.

د افغانستان بانک د پخواني حکومت تر سقوط یوه اونۍ وروسته پر خپلو مشتریانو باندي محدودیتونه وضع کړل او هرچا کولای سول يوازي ۲۰۰ ډالره یا شل زره افغانۍ راوباسي. وروسته یې دغه اندازه یو څه ډېره کړه او تر ۴۰۰ ډالرو او ۳۰ زرو افغانیو پوري يې ورسوله.

اوس په کابل کي ټوله د پیسو راایستلو اتومات ماشینونه(ای ټی ام) چي خلګو کولای سول پيسې ترې راوباسي، غیر فعاله او خلګ مجبوره دي مستقیماً بانکونو ته مراجعه وکړي.

د افغانستان بانک یو مسؤل چي نه غواړي نوم یې په دغه رپوټ کي یاد سي، دویچه ویله ته وویل چي فعلاً د بانکو یو ډیر لوی مشکل دا دی چي ټوله غواړي پیسې راوباسي او هیڅوک حاضر نه دي چي پیسې داخلي کړي.

هغه وویل چي په بانکو کي اوس هیڅ کریډت وجود نه لري او يوازي ډیبت(ایستل) وجود لري. ځکه نو بانکونه له پولي بحران سره مخامخ دي او که دغه وضعیت همداسي ادامه پیدا کړي، افغانستان به د بانکونو د سقوط له یوه بحران سره مخامخ سي.

د هغه په خبره پخوا به چې کله خلګو په بانکو کي پيسې ایښولې، نو بانکو به له دې لاري ګټه کوله، کمیشن به یې ورڅخه اخیست او هم به يې پورونه ورکول. خو اوس چي خلګ پيسې نه ایږدي او قرضې هم نه ورکول کيږي، نو بانکونه خپل د کارکوونکو، کرایې، برق او نور مصارف لا نسي پوره کولای.

Afghanistan l Schwarzmarkt, Kabul
انځور: Wali Sabawoon/AP/picture alliance

هغه زياتوي، د همدې وضعیت منفي تاثیرات همدااوس لا پر بانکو باندي مشاهده کیږي. په کابل کي د ځینو خصوصي بانکو نمایندګۍ تړل سوي او خپل کارکوونکي یې هم راکم کړي دي. د دغو بانکونو اینده هیڅ معلومه نه ده.

د اقتصادي مسایلو کارپوهان معتقد دي چي د بانکونو د کار ادامه په سیاسي او اقتصادي شرایطو پوري مربوط دي او په هغه صورت کي چي شرایط تغیر وخوري، امکان لري خصوصي بانکونه بیرته خپل فعالیت په سم ډول سره شروع کړي.

د نوي کابل بانک یوه مامور د خپل نوم په نه ښولو سره دویچه ویله ته وویل چي دغه بانک اوس خلګو ته یوازي پیسې ورکوي او هیڅوک یې په بانک کي د ذخیره کولو اراده نه لري.

تاوان لیدونکي بانکونه

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد، سیف الدین سیحون دويچه ويله ته وویل چي د افغانستان بانک وظیفه د پولي سیاست پر مخ بیول دي او په هغه صورت کي چي دغه بانک پولي ذخایر و نه لري، د افغانۍ د ارزښ ساتلو توان هم نه لري او د افغانۍ د ارزښ بايللو یو دلیل همدغه موضوع ده.

سیحون وايي چي د دغه حالت په ادامې سره به بانکونه ورشکسته سي، ځکه نړۍ خپل پرمختیايي کومکونه قطع کړي دي او افغانستان منزوي سوی دی. د هغه په خبره د دغه وضعیت په ادامې سره لومړنی سکتور چي ضربه خوري، بانکونه دي.

هغه همدارنګه وايي چي بانکونه د اقتصادي څرخ او اقتصادي فعالیتو په نتیجه کي کار کوي او کله چي تجارت او اقتصادي فعالیتونه وجود و نه لري، بانکونه هم ماتیږي: «کله چي بانکونه دغه امکانات و نه لري، خپل بانکي وظایف هم نسي اجرأ کولای. بلاخره دغه بانکونه لکه یو پيټی داسي کیږي، پر جامعه درنیږي او بلاخره ډیوالي کیږي. په دې کي هیڅ شک نسته.»

د لاسه تللی اعتماد

د پخواني حکومت یو اقتصاد پوه چي د دولتي او خصوصي بانکو فعالیت له نژدې څخه تعقیبوي، دویچه ویله ته وویل چي د بانکونو یوه مهمه مشخصه پر هغو باندي د خلګو اعتماد دی، هغه چي اوس له منځه تللی دی.

هغه وویل: «متاسفانه د نظام تر سقوط وروسته دغه اعتماد راکم سو او صفر ته نژدې سوی دی. ټول هغه کسان چي په بانکونو کي پيسې لري، کوښښ کوي، خپلي پیسې ورڅخه وباسي.»

هغه زياته کړه چي حتی که اوس په ميلیاردو ډالره هم افغانستان ته راسي، بانکونه نسي کولای له لاسه تللی اعتماد بیرته پيدا کړي.

Afghanistan | Warteschlange vor einer Bank in Kabul
انځور: AP Photo/dpa/picture alliance

د بانکونو د ډيوالي کیدو نتیجه

تحلیلګران وايي چي د بانکي فعالیتو کمیدل پر کوچنیو او لویو پانګونو باندي ډېر خراب تاثیرات لري او اقتصادي فعالیتونو ته سخت تاوان رسوي. بانکونه په یوه جامعه کي د خلګو او سرمايه دارانو د اتصال د کړۍ په حیث د پولي او اقتصادي حرکت په لار کي مهم رول لري او کله چه د اتصال دغه حلقه پرې سي، د هغه نتیجه اقتصادي بحران، بیکاري او د اقتصادي فعالیتو قطع کیدل او د خصوصي سکتور سره پاشل دي.

د پخواني حکومت یو تحلیلګر وايي چي په «دغسو شرایطو کي سرمایه داران د پورونو د پلاس راوړلو له مشکل سره مخامخ کیږي چي هغه بیا په مختلفو برخو کي د پانګوني د کمښت سبب ګرځي او په نتیجه کي به نوي شرکتونه او سکټورونه سقوط وکړي.»

د پولي جریان د نه موجودیت بحران

د پخواني حکومت تر سقوط دمخه، نړيوالي ټولني د افغانستان امنیتي سکتور ته د کاله ۴ ميلیارده ډالره ورکولې. اقتصادي تحلیلګران وايي چي د همدغه مبلغ په اندازه نوري پیسې د خارجي نمایندګیو او سفارتونو له لاري افغانستان ته راداخلیدلې چي د حکومت تر سقوط وروسته هغه نوري نه راځي.

سیحون وايي چي د نړيوالو مرستو قطع کیدل په بانکو کي د پیسو کمښت رامنځته کوي او هغه پیسې چي د تجارتي او صنعتي فعالیت په نتیجه کي بانکو ته ورداخلیږي، هغه هم په افغانستان کي وجود نه لري.

سیحون زياتوي: «پولي بحران یو لوی اقتصادي بحران دی چي اقتصاد د رکود او سخت حالت سره مخامخ کوي او د ټولو تولیدي، خدماتي، تجارتي او صنعتي فعالیتونو د له منځه تلو سبب ګرځي.«

نړيوال وجهي صندوق په سپتمبر میاشت کي خبرداری ورکړ چي د افغانستان پولي ذخایر پر کمیدو دي او که طالبان ونسي کولای چي نغدي پیسې بازار ته واردي کړي، نو د بانکو دروازې به وتړل سي.