د افغانستان د یهودیانو تاریخي اثار نندارې ته وړاندې شول
۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبهد چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر میاشتې یوولسمه نیټه) په سنت پیترزبورګ ښار کې د افغانستان د یهودیانو یو شمیر په لاس لیکل شوي تاریخي اثار چې د «افغانستان د جنیزای» په نوم یادیږي، نندارې ته وړاندې شول.
د «اوریشلم پوست» ورځپاڼې په حواله، دغه اثار د وریښمو پر لار میشتو یهودیانو د ژوند په اړه دي چې د «منځنیو پیړیو د خراسان ژوند» په نوم نندارتون کې، نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه په لاس لیکل شوي اثار په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په شمال کې وموندل شول. په موندل شویو پاڼو کې یو هغه سند هم شامل دی چې قدامت یې په ۱۳مې میلادي پیړۍ کې د مغولو تر برید مخکې کلونو ته رسیږي.
د اسرائیلو ملي کتابتون په ۲۰۱۳ کال کې شاوخوږا ۳۰۰ پاڼې ترلاسه کړې چې په کې مذهبي مراودات، لیکونه او کتبي تړونونه شامل وو. دغه اسناد په عبري، آرامي، عربي او فارسي ژبو لیکل شوي دي. پر دې سربیره ځینې دغه خطي اثار په فارسیهود ژبه هم لیکل شوي دي. دغه ژبه د پخواني خراسان د فارسي ژبو یهودیانو تر منخ ویل کیده.
ms/kh (KNA)