د الوتکې د لوېدو په پیښه کې د وژل شوي بهرني هویت معلوم شو
۱۳۹۴ آذر ۲۶, پنجشنبهد والن په نوم چارتر شرکت رئيس الکسندر زګریبیلني ویلي دي: «پنڅه پنځوس کلن اولیګ ګروزا، د پیښې پر مهال د الوتکې کنترول په لاس کې لاره.» دا هغه شرکت دی چي الوتکه يې رالوېدلې ده.
د والن شرکت مشر زیاته کړې ده: «پیلوټ په رامنځ ته شوي وضعیت کې د ژوندي پاتې کیدو چانس نه لاره. هغوی له ځمکې پر پیلوټ باندې ډزې کولې.»
په روانه اوونۍ کې د وژل شوي پیلوټ مړی په کابل کې په یوه آلماني روغتون کې پیژندل شوی دی.
دغه الوتکه د نویمبر میاشتې پر ۲۴مه نیټه هغه مهال د یاغیانو له خوا وویشتل شوه چې له ۲۰ کسانو سره له مزارشریف ښار څخه د میمنې په لور روانه وه. الوتکه بیا د پښتون کوټ په سیمه کې د طالبانو له خوا وویشتل شوه.
الوتکه د والن شرک وه خو بیا یوه امریکایي شرکت چې اوس مهال افغان پیلوټان روزي په کرايه نیولې وه. د الوتکې په عمله کې درې تنه مولدویایان شامل وو.
افغان چارواکو ویلي وو چې د الوتکې د لویدو په پیښه کې یو بهرنی او دوه تنه افغانان وژل شوي دي او د ۱۷ تنو پاتو کسانو د ژغورنې له پاره عملیات روان دي.
د والن شرکت مشر ویلي دي چې اوس له افغان حکومت سره پر دې کار کوي چې د خپل وژل شوي پیلوټ مړی انتقال کړي او دوه نور پیلوټان د یاغیانو له بند څخه وژغوري.