1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
امریکا متحده ایالات

د امريکايي پوځ څرخي الوتکې لوېدنه کې درې تنه وژل شوي

۱۴۰۲ اسفند ۱۹, شنبه

د امریکایي پوځ یوه چورلکه له مکسیکو سره د دغه هیواد پولې ته څیرمه را لویدلې ده. په دې پيښه کې په مجموع کې درو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4dKfV
USA | AH-64E Apache Helikopter
آرشیف انځورانځور: U.S. Army/ZUMA Pres/picture alliance

امریکایي پوځ د سیمه ایز وخت مطابق د جمعې (د مارچ میاشتې ۸ نیته) په ورځ خبر ورکړی دی چې د دغه هیواد د پوځ یوې چورلکې د نسکوریدو پيښه کې دوو تنو امریکایي سرتیرو او یوه سرحدي کارمند خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو سرتیری ټپي شوی هم دی.

د امریکایي پوځ په حواله د Typ UH-72  لاکوتا ډوله چورلکه د ټکزاس ایالت ريو ګرندا ښار ته نږدې د هوایي عملیاتو ترسره کولو په جریان کې را نسکوره شوې ده. امریکایي پوځ ویلي دي چې د هلیکوپتر د را نسکوریدو علت په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.