د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو تلیفوني خبرې کړي
۱۴۰۱ مرداد ۸, شنبهاعلان
د امریکا خارجه وزیر، انتونیو بلینکن خبر ورکړ، چي هغه د تلیفون د لاري د خپل روسي سیال، سرګیې لاوروف سره خبري وکړې. په خبره یې هغه لاوروف ته وویل، چي نړی به «هیڅ وخت» د روسیې د خوا د اوکرایني منطقو الحاق ونه مني.
د روسیې خارجه وزیر، سرګیې لاوروف په حواله بیا هغه بلینکن ته واضح کړې ده، چي اوکراین ته دغرب درنې لیږل سوي وسلې په جنګي ساحو کي د کوچنیانو د وژنو سبب کیږي.
د دوی د خبرو بله موضوع د امریکا او روسیې ترمنځ د نیول سوو بندیانو د ممکنه تبادلې پر سر وه.