د اوکراين او روسیې د نظامي قدرت مقايسه په انځورونو کې
د روسیې او اوکراين ترمنځ کړکېچ ورځ تر بلې پراخيږي او روسیې خپل ډېر عسکر او تجهيزات د اوکراين پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړي دي. د روسیې او اوکراين د نظامي قدرت مقايسه په دې انځوریز راپور کې.
له اوکراين سره پر پوله د روسي پوځ ځای پر ځای کیدل
روسيې خپل تر ۱۰۰ زرو ډېر عسکر له اوکراين سره پر پوله مستقر کړي دي. امريکا هم په اوکراين کې د خپلو ديپلوماتانو له کورنيو غوښتنه کړې ده چې له دغه هيواده ووځي او اوکراین ته نظامي مرسته روانه کړې ده. د کړکېچ په پراخيدو سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د جګړې امکان هم ډېر شوی دی.
د پوځي پرسونل د شمېر مقايسه
د روسیې او اوکراين د نظامي قدرت ترمنځ د پرتلنې له پاره ټولو سترو او کوچنيو بعدونو ته بايد کتنه وشي. د اوکراين پوځ ۲۰۹ زره پرسونل او ۹۰۰۰ د ذخيرې عسکر لري. د روسیې پوځ بيا يو ميليون او ۱۴ زره نفر پرسونل او ۲ ميليون کسان د ذخېرې عسکر لري.
د ټانکونو شمير
د روسیې پوځ ۱۲ زره او ۴۲۰ ټانکونه لري په داسې حال کې چې د اوکراين پوځ بيا ۲ زره او ۵۹۶ ټانکونه په اختيار کې لري. (انځور په اوکراين کې د استقلال د ورځې دی)
توپونه
د روسیې پوځ ۶ زره او ۵۷۴ او د اوکراين پوځ بيا يو زر او ۶۸ توپونه لري.
د نظامي موټرو مقايسه
د روسیې د پوځي موټرو شمیر ۳۰ زرو او ۱۲۲ ته رسېږي. د اوکراين پوځ بيا ۱۲ زره او ۳۰۳ نظامي موټر لري.
توغندیز توان
د روسیې پوځ د ۳ زره او ۳۹۱ توغنديو خودکاره سيسټمونه لري، په داسې حال کې چې اوکراين بيا د ۴۹۰ خودکاره توغنديو سیسټمونه لري. (انځور د روسیې د توغنديو د «بوک ام ۳» سيستم دی)
د جنګي الوتکو شمير
د روسیې پوځ د ۷۰۰ او ۷۲ جنګي الوتکو په درلودو سره پر اوکراين برلاسی دی. دغه هېواد يوازې ۶۹ جنګي الوتکې لري. (انځور د روسیې د پوځ د هوايي مانورو پر وخت اخیستل شوی).
د نظامي څرخي الوتکو مقايسه
بله هغه ساحه چې روسیه پکې پر اوکراين برلاسې ده د جنګي څرخي الوتکو برخه ده. روسيه ۵۴۴ هیلي کاپترونه لري. دا په داسې حال کې ده چې اوکراين يوازې ۳۴ جنګي څرخي الوتکې په اختيار کې لري. (انځور د اوکراين د ترابري ميل ۸ څرخي الوتکې دی چې د روسیې جوړې څرخې الوتکې دي).
د سمندري ځواک مقايسه
په سمندر کې هم د روسیې پوځ د اوکراين د پوځ په مقابل کې بشپړ برلاسی دی. د روسیې سمندري ځواکونه ۶۰۵ جنګي بيړۍ لري. د اوکراين پوځ بيا يوازې د ۳۸ جنګي کښتيو خښتن دی. (عکس د روسیې د يوه جنګي بيړۍ دی چې تر غږ چټک توغندي د توغولو پر مهال اخيستل شوی).
څوک څومره اوبتلونه لري؟
د اوبو په ژورو کې هم روسیه د ۶۴ اوبتلونو په درلودو سره پر اوکراين چې يوازې يو اوبتل لري، برلاسې ده. (عکس د روسیې د ديمتري دونسکوي په نوم اوبتل دی).
دافع هوا سيسټمونه
په داسې حال کې چې اوکراين عملاً هیڅ دافع هوا سیسټم نه لري، روسیه د « اس – ۳۰۰ » او «اس – ۴۰۰» ډېر عصري دافع هوا سيسټمونه لري. په دې وروستیو ورځو کې روسیې په سپینه روسیه کې د نظامي مانورو د یوې برخې په توګه د توغنديو اس – ۴۰۰ سيسټم نصب کړ.
د نظامي بودجې مقايسه
په ۲۰۲۰م کال کې د روسيې نظامي بودجه ۶۶ مليارده او ۷۰۰ ميليون ډالر وه. د دې په مقابل کې بيا په همدې کال کې د اوکراين پوځي بودجه ۵ ميليارده او ۹۲۴ ميليون ډالر وه.