د اوکراین له پاره جګړه هره ورځ ۱۲۰ میليونه ډالره لګښت لري
۱۴۰۲ دی ۸, جمعهد اوکراین د ماليې وزیر سرهي مارجنګو د دوی له هیواد سره د نړيوالي ټولني د ۳۸ميلیارده یوريي مرستو په اړه فورسټ ورځپاڼي ته د یوې مرکې په ترڅ کي وویل: «د نړيوالي ټولني مرسته موږ ته دا امکان راکوي چي ټول اړین لګښتونه ورباندي پوره کړو.»
دی زیاتوي، له روسیې سره هره ورځ جګړه ۱۲۰ میليونه یورو لګښت لري.
د دغو مرستو ډېره برخه د کرملین څخه د کیف د ساتني په موخه اوکراین ته ورکول کیږي، همدارنګه له دې مرستو څخه ځیني بېځایه سویو کورنیو، متقاعدینو او د دولتي سرتیرو د معاش له پاره هم کارول کیږي.
مارچنګو وايي، د ۲۰۲۲م کال په پرتله په ۲۰۲۳م کال کي اوکراین مالي ثبات درلود.
د اوکرایند ماليې وزیر زیاتوي: «زه د ۲۰۲۵م کال په پرتله ۲۰۲۴م کال ته اندېښمن یم.»
اوکراین دروسيې پر وړاندي په جګړه کي تر ډېره د امریکا متحده ایالاتو پر مرستو متکي دی، خو د امریکا ولسمشر جو بایدن د اوکراین له پاره د ډېرو مرستو د هڅو په لړ کي د جمهوري غوښتنو تر واک لاندي کنګره کي له ننګونو سره مخامخ دی.
بایدن د راتلونکي کال له پاره په سپينه ماڼۍ کي د پاتېدو له پاره خپل ځان د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړی دی.
ډېر کتونکي اندېښمن دي چي که چیري په راتلونکو ټاکنو کي ديموکراتانو ماته وخوړه، نو ښايي داوکراین په اړه به د دغه هیواد دریځ هم بدل سي.
ټاکل سوې ده چي اروپايي ټولنه هم راتلونکی کال پارلماني ټاکني وکړي
زموږ له آرشيف څخه: