د اوکراین څو عسکرو د اروپا سفر پيل کړی، خو ولې؟
۱۴۰۳ مرداد ۱, دوشنبهڅلورو اوکرایني عسکرو خپل دغه سفر یکشنبه د جولای ۲۱مه د پولند په پلازمېنه وارسا کې له خپلو مهاجرو هيوادوالو سره له لېدو کاتو پيل کړی دی. په پولنډ کې له څه باندې دوو کلونو راهيسې په سلونو زره اوکرایني مهاجر میشت دي.
د دوی له ډلې ۲۱ کلن ويتالي وويل: «موږ په اروپا کې میشتو خپلو خلکو ته راغلي يو، ځکه دوی په اروپا کې زموږ غږ دی.»
دغه اوکرایني عسکر د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «که اوکراین ماته وخوري، ورپسې به د پولند او بالتيک هېوادونو وار وي او دوی ته په کار ده چې په دغې مسئله پوه وي. روسيه به غلې پاتې نشي او په ټوله کې به [خپله جګړه] ونه دروي.»
د اوکراین د عسکرو دغه ډله، د اوکراین د مشهور، «درېمې يرغلیزې لوا» څخه دي. دوی به آلمان، هالند، بلجيم، چک جمهوریت او ليتوانیا ته هم سفرونه ولري.
ويتالي زیاته کړه چې دوی غواړي ملکيانو ته د جګړې په ډګر کې د واقعي وضعیت انځور وړاندې کړي: «ځکه، دوی به پر انترنیت د روسيې جعلي خبرونه لولي، داسې څه چې هر څه ګډوډ ښيي، لکه ټول چې مړه شوي او هلته هېڅ هم نه وي پاتې.»
د اوکراین څو تنو عسکرو د اروپا دغه سفر په داسې وخت کې پیل کړی، چې اوکراین هڅه کوی له هېواده بهر د عسکرۍ پر قوانینو برابر اتباع ېې د عسکرۍ ليکو ته دعوت کړي.
خو د اروپا پر سفر راوتلي اوکرايني عسکر وايي چې دوی د پوځ په ليکو کې د چا د استخدام په مقصد نه دي راوتلي. د دوی له ډلې ۳۲ کلن ویکتور وويل: «هر څوک خپل انتخاب لري. موږ په دغه سفر کې خلکو ته یوازې خپل نظر بیانوی، دا چې د جګړې په ډګر کې څه پېښيږي.»
ویکتور د فرانسې خبري آژانس ته دا هم وویل: «موږ په هېڅ صورت کې څوک نه تحريکوو. دا هر څه له زړه کیږي. د چا چې له خپل هيواد سره مېنه وي، بې له شکه به ځي او هغه څه به کوي چې موږ ېې کوو.»
(AFP)mks/nz
له آرشیف څخه: