د ایران یوې محکمې دوه تنه په اعدام محکوم کړل
۱۴۰۱ اسفند ۲۸, یکشنبهرويټرز خبري آژانس لیکي چې دغه مطلب د شنبې په ورځ د ايران دولتي خبري آژانس، ایرنا، خپور کړی دی.
د ایران د فارس ایالت د قضا مشر، کاظم موسوي، وويل چې دغه دوه کسان «په ځمکه کې د فساد خپرولو» او د هیواد ملي امنيت خلاف کړنو په ګډون مجرم پېژندل شوي دي. ایرنا ليکلي چې دغه حکم د تجدید نظر وړ دی.
د څار د کېمرې له خوا يوه لنډه وېډيو چې د ایران دولتي تلویزیون خپره کړې، ښيي چې حمله کونکی د ایران په سويلی ښار شیراز کې د شاه چراغ مشهور زیارت ته داخلیږي. هغه په يوه بسته کې ټوپک پټ کړی وي او د بريد وروسته پر هغو لمونځ کوونکو ډزې کوي چې هڅه کوي وتښتي او په دهليزونو کې ځانونه پټوي.
ورته نور ولولئ: ایران: داعش پر شاهچراغ زیارت د برید مسئولیت منلی دی
حمله کونکی چې د تاجیکستان اوسیدونکی وپيژندل شو، وروسته يې په روغتون کې د حملې په جریان کې د اخیستلو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
رویټرز د ایراني رسنیو په حواله ليکي چې پر اعدام محکوم شوو دوو کسانو د محکمې پر مهال اعتراف کړی چې په افغانستان کې يې له داعش ډلې سره اړېکې درلودې او د حملې په تنظیمولو کې ېې مرسته کړې ده.
موسوي وويل چې درې نور کسان د ۵ او ۲۵ کلونو تر منځ پر حبس محکوم شوي دي. هغه زیاته کړه چې دغې قضېې سره په تړاو د «داعش ډلې ګڼ شمېر نور شکمن غړي» محکمې ته په انتظار کې دي.
ورته نور ولولئ: رپوټ: سږکال په ايران کې تر ۵۰۰ ډېر کسان اعدام شوي
د «اسلامي دولت» یا داعش په نوم وسلواله ډله چې یو وخت په منځني ختيځ کې یو امنیتي ګواښ وو، په ایران کې ېې د ګڼو حملو مسئولیت منلی دی چې په هغو کې د ایران پر پارلمان او د ایران د اسلامي جمهوري د بنسټګر آیات الله خميني پر قبر د ۲۰۱۷م کال غبرګې حملې هم شاملي دي.
آ/م.ک.ص./ا.ا.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: