1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ايران کې لږ تر لږه ۱۱۵ اعتراض کونکي وژل شوي»

۱۳۹۸ آذر ۲, شنبه

د بخښنې نړيوال سازمان وايي په ايران کې د تيلو د بيې د لوړيدو پر ضد اعتراضونو کې ۱۱۵ کسان وژل شوي دي، خو اټکل کوي چې واقعي شمير له دې هم لوړ دی. پمپئو وويل د ايران مشران خپله انترنيت لري خو په خلکو يې بند کړی دی.

https://p.dw.com/p/3TaAR
Iran Unruhen in Teheran
انځور: Mehrnews

د بخښنې نړيوالو سازمان د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۲۲مه) د «ترلاسه شوو رپوټونو تر ارزونې» وروسته اعلان وکړ چې په ايران کې د وژل شوو اعتراض کونکو شمير ۱۱۵ تنو ته رسيدلی دي.

د بشر د حقونو دغه مدافع سازمان، په دې هکله په خپلې اينستاګرام پاڼه کې ليکي: «د بخښنې نړيوال سازمان له خوا د ترلاسه شوو معتبرو رپوټونو پر اساس، امنيتي ځواکونو په ايران کې لږ تر لږه ۱۵۵ اعتراض کونکي په غيرقانوني توګه د مستقيمو ډزو په شمول، د قهرجنې طريقې څخه په استفادې وژلي دي. موږ د نړۍ له حکومتونو څخه غواړو چې ايراني چارواکو څخه دې ځواب ترلاسه کړي. دغه سازمان په دې باور دي چې د وژل شوو کسان شمیر ډير دی او لا هم د رپوټونو د ترلاسه کولو په حال کې دی.»

د بخښنې نړيوال سازمان د سه شنبې په ورځ ويلي وو چې د دغه سازمان تحقيقات ښيي چې د تيرو ورځو په اعتراضونو کې لږ تر لږه ۱۰۶ تنه وژل شوي دي.

US-Außenminister Mike Pompeo zu politischen Gesprächen in Berlin
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپئو په ايران کې د انترنيت قطع کول غندليانځور: Getty Images/A. Gora

ياد سازمان د بشري حقونو د فعالانو د اعتراضونو اړوند د ترلاسه شوو ويډيوګانو په څيړلو سره، دې نتيجه ته رسيدلی چې د ايراني ځواکونو په «دوامداره او غيرقانوني توګه د اعتراض کوونکو پر وژلو لاس پورې کړی دی.»

د بخښنې نړيوال سازمان ټيڼګار کړی چې د اعتراض کونکو وژنه په داسې حال کې کيږي چې ډيري اعتراضونه په «سوليزه« توګه ترسره شوي دي.

تر دې وړاندې يو شمير سياسي فعالانو ويلي وو چې د وژل شوو کسان شمير له ۲۰۰ څخه ډير دی. د بخښنې نړيوال سازمان هم دغه غيررسمي ارقامو ته اشاره کړې ده. د ايران حکومت د قربانيانو کورنيو ته د جسدونو له سپارلو څخه ډډه کوي. ايراني چارواکو هم تر اوسه د وژل شوو کسانو رسمي ارقام نه دي خپاره کړي.

د بخښنې نړيوال سازمان مخکې پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي وو چې دغه سازمان انديښنه لري چې ايران به »په خونړۍ توګه د اعتراض کونکو د ځپلو او د معلوماتو د خپريدو د مخنيوي« په موخه، انترنيټ په بشپړه توګه قطع کړي.

د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپئو د جمعې په ورځ (د نومبر ۲۲مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره، په ايران کې د انترنيټ قطع کول غندلي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې د ايران رهبران او هغوی ته نژدې کسان انترنيت او ټولنيزو رسنيو ته لاسرسی لري، خو د ايران خلک يې ورڅخه محروم کړي دي.

Iran Internetsperre
په ايران کې اعتراضونه او هم مهاله د انترنيت نشتون انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare

امريکا په ايران کې د اعتراض کونکو د ځپلو پر وړاندې غبرګون کې پر ايراني چارواکو باندې هم خپل بنديزونه پیل کړل. د ايران د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير محمد جواد آذري جهرمي، لومړنی ايرانی چارواکی دی چې د امريکا تر بنديز لاندې راغلی دی.

د امريکا د ماليې وزارت د بهرنيو شتمنيو د کنترول دفتر (OFAC) اعلان وکړ چې د EO) 13846 طرزالعمل له مخې يې د جهرمي پر وړاندې پر يو لړ اقداماتو لاس پوری کړی دی.

د دغو تحريمي اقداماتو پر اساس، په امريکا کې د جهرمي ټوله شتمني او املاک بنديږي او د امريکايي افرادو په اختيار يا کنترول کې قرار نيسي.

پمپئو د ايران د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پر وزير د امريکا له خوا د لګول شوي بنديز په اړه ليکلي: «موږ به له ايراني چارواکو څخه په قهرجن ډول د خلکو د ځپلو ځواب اخلو.»