د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې افغان مهاجر نه ځوروي
۱۴۰۳ دی ۲۸, جمعهد بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه د نیول شویو افغان مهاجرو د آزادولو غوښتنه کړې ده. دې سازمان په ایکس ټولنیزې رسنۍ کې پر خپله پاڼه لیکلي دي: «نوی کال په اسلام آباد کې د افغان مهاجرو له پاره له ویرې او اندیښنې سره مل وو. دا ځکه چې پولیسو د سلهاو افغان پناه غوښتونکو ځورونه، پر هغوی د شپې له خوا حملې او همداراز په خپل سر د هغوی د نیولو بهیر پیل کړی دی.»
دې سازمان همداراز له پاکستاني چارواکو غوښتي دي چې د افغان مهاجرو له پاره د اضافي مدارکو د لرلو مکلفيت له منځه یوسي.
د تیر کال په نومبر میاشت کې په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان، پلویانو مظاهرې وکړي. پاکستاني چارواکو هغه وخت وویل چې په دې مظاهرو کې افغان مهاجرو هم ګډون درلود.
هغه وخت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، په اسلام آباد کې د افغان مهاجرو د حضور د محدودولو خبره کړې وه او اعلان یې کړی وو چې هغه افغانان چې د »عدم اعتراض سند« یا NOC نه لري باید د ډسمبر میاشتې تر پایه پورې له اسلام آباد څخه ووځي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي: »پاکستاني چارواکي باید ژر تر ژره نیول شوي مهاجر آزاد کړي او په پلازمنیه کې د پاتې کیدو له پاره خپل د اضافي اسنادو لرلو سیاست چې په کې د عدم اعتراض سند لرل شامل دي، باید لغوه کړي. دا ځکه چې دغه الزامات د هغوی [افغانانو] له پاره چې له ګواښ سره مخامخ دي، نوي ستونزې رامنځ ته کوي.«
د پاکستان په پلازمنیه کې پر میشتو افغان مهاجرو باندې د پاکستان د حکومت فشارونه په دې ښار کې د عمران خان د پلویانو تر مظاهرو وروسته ډېر شوي دي. په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي، د روان کال د جنوري میاشتې پر اوومه نیټه وویل چې پولیسو شاوخوا ۸۰۰ افغان مهاجر نیولي دي.