د بنګله دیش په کمپونو کې د برما د مهاجرو ژوند
یوې ایرانۍ عکاس بنګله دیش ته د خپل سفر پر مهال په دغه هیواد کې د میانمار(برما) د مهاجرو ژوند انځور کړی. دغه مهاجر له ډېر وخت راهیسې په ډیر ناخوال وضعیت کې ژوند کوي انځورونه ئې دلته کتلای شئ:
د میانمار (برما) حکومت مسلمانانو ته د بشپړ تابعیت حق نه ورکوي. د دغه هیواد ۱،۳ میلیونه وگړي مسلمانان دي. په دغه هیواد کې روهنګي مسلمانان له ۱۹۸۲م کال راهیسې او د نوي قانون د تصويب په پایله کې د تابعیت له حق څخه محروم دي.
ډیري دغه خلک د راخين په ایالت کې د میانمار د پوځ له خوا د عملیاتو تر پیلیدو وروسته بنګله دیش ته مهاجر شوي دي. د راخين ایالت د میانمار د مسلمانانو اصلي ټاټوبی دی.
د ميانماري د مسلمانو مهاجرو سرګذشت نړۍ ته ټکان ورکړی دی. دا په برما کې د روهنګیا په نوم د هغه مسلمان اقلیت یوه برخه ده چې د سمندر له لارې تیښتې ته اړ شوي دي. دوی ډېر وخت په بین المللي اوبو کې سرګردانه پاته شوي ول او اوس باید تر یوې نا معلومې نیټې پورې په دغو کمپونو کې پاتې شي.
ډیر هغه کسان چې په دغو کمپونو کې اوسیږي په جدي جسمي او روحي ناروغیو اخته دي. ډیر شمیر ښځې د ذهني پریشانۍ په ناروغۍ مبتلاء دي.
په دې سیمه کې د Katupalong په نوم د بنګله دیش حکومت یوازې رسمي کمپ موجود دی چې له نن څخه ۱۸ کاله مخکې یې د لومړي ځل له پاره مهاجرو ته ځای ورکړی وو.
د مهاجرو عالي کمیسارۍ اعلان کړی دی چې له ۳۰۰ څخه تر۵۰۰ زرو پورې مهاجر په داسې یوه سیمه کې ژوند کوي چې یوازې ۲۸ زره تنه یې په رسمي ډول منل شوي دي.
مهاجر د Naf په نوم له هغه سیند څخه په تیریدو چې بنګله دیش له برما څخه جلا کوي ځانونه دغې سیمې ته رسوي.
د Katupalong په کمپ کې یوازي ۸۰۰۰ کسان په رسمي ډول ثبت شوي دي او په دې ځای کې د اقامت یا پاتېدو اجازه لري.
د دې انځویزې مجموعی عکاسې مهرناز اسدي، بنګله دېش ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه هیواد کې د میانمار د مهاجرو د ژوند وضعیت په یو انځوریز رپوټ کې مستند کړی دی.
په دې کمپ کې ډیر مهاجر ماشومان د خوار ځواکۍ او مختلفو ناروغیو څخه رنځ گالي.
دغه مور او زوی چې په انځور کې لیدل کیږي د هغو لومړیو مهاجرو څخه دي چې د میانمار حکومتي پوځیانو له ویرې تښتیدلي دي او اوس په بنګله دیش کې د برمایې مسلمانانو په کمپ کې ژوند کوي.
په داسې کورونو کې چې ۲/۳،۵ متره ساحه کې جوړ شوي او یو انسان پکښې حتی دریدلای هم نه شي ژوند کول ډیر مشکل دی.
څه موده مخکې د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر د میانمار له حکومت څخه غوښتي وو چې د امنیت په تامینولو او د شرایطو په برابرولو سره دي میانمار ته د دغو مهاجرو د بیرته ستنیدو زمينه برابره کړي.
میانمار یا پخوانۍ برما د سويل ختیځ آسیا یو له بې وزله هیوادونو څخه دی چې په ۱۹۴۸م کال کې یې له انګلیسانو څخه خپلواکي ترلاسه کړه.