د تاجکستان په يوه زندان کې اخ او ډب درنه مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۷ آبان ۱۷, پنجشنبهد «ریا نووستي» په نامه د رسیې یوه خبري آژانس خبر ورکړی چې د تاجکستان په یوه زندان کې د ساتونکو او زندانیانو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. خبري آژانس په دغه پیښه کې د ۱۳ زندانیانو د وژل کیدو او ځينو نورو د ټپيانېدو خبر ورکړی دی. د دغه خبري آژانس د رپوټ له مخې شخړه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د داعش یوه زنداني د زندان له یوه ګارډ څخه وسله واخيستله.
د روسیې دغه خبري آژانس د تاجکستان د یوه امنیتي چارواکي له قوله لیکلي دي چې له ګارډ څخه د وسلې اخيستلو وروسته زنداني د زندان پر چارواکو ډزې پیل کړې، څو د دغې سیمې کنترول په خپل لاس کې واخلي.
په عین وخت کې د «انترفکس» په نامه د روسیې یو بل خبري آژانس هم د دغې پیښې پخلی کوي او وايي چې تر پیښې وروسته سیمې ته د وضعیت د کنترول له پاره ځانګړي ځواکونه استول شوي. ځینې نور رپوټونه بیا په دغه پیښه کې د ۲۰ کسانو د وژل کیدو خبره کوي.
دغه زندان د تاجکستان په شمال کې د قرغزستان پولې ته څیرمه په خوجند ښار کې موقعیت لري چې پکې زیاتره سخت درځي مجرمین ساتل کیږي.
د افغانستان په شمال کې پروت تاجکستان په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ترهګرې د پراخیدو له کبله خپله اندیښنه څرګنده کړې او هڅه کوي چې له دغه ګاونډې هیواد څخه خپلې خاورې ته د ترهګرۍ یا ترهګرو د راتګ مخه ونیسي.