د ترمپ د مهاجرت تازه بندیز څوک اغیزمنوي؟
۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، اعلان وکړ چې د «امریکایي کارګرو د ساتنې» له پاره به پر هغو مهاجرو بندیز ولګوي چې امریکا متحده ایالاتو ته د ګرین کارتونو ترلاسه کولو په موخه راځي. ګرین کارت په امریکا متحده ایالاتو کې د اوسیدو دایمي اجازه ده.
څوک اغیزمنیږي؟
دغه بندیز به یوازې هغه قانوني مهاجر چې امریکا ته راتګ غواړي اغیزمن کړي. ګرین کارت په امریکا کې د دایمي اوسیدو اجازه او د دې هیواد د تابعیت ترلاسه کولو پر لور یو مهم قدم دی. امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۹ مالي کال کې شاوخوا یو میلیون ګرین کارتونه وویشل خو له دې ډلې نیمایي یې هغو کسانو ته ورکړل شوي دي چې د امریکایي اتباعو د کورنۍ نزدې غړي دي.
پر چا به دغه بندیز اغیز و نه لري؟
ترمپ ویلي دي چې په دې اړه یې حکم لا وروستی شوی نه دی او دا چې په دې فرمان کې به استثناګانې موجودې وي خو ولسمشر په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل. که څه هم دغه فرمان به په دې معنی وي چې نور ګرین کارتونه نه توزیع کوي، خو ترمپ نه ده روښانه کړې چې ایا له کبله به یې هغه کسان چې لا وختي یې په امریکا متحده ایالاتو کار موندلي خو لا دې هیواد ته نه دي داخل شوي، اغیز ولري او که نه.
نوي بندیز به همداراز پر موقتی کارګرو لکه د زراعت د څانګي فصلي کارګرو باندې کومه اغیز ونه لري. همدا راز به سیلانیان، سوداګر مسافر او مسلکي کارګر چې دایمي ویزې نه لري، اغیزمن نه کړي. خو ترمپ ویلي دي چې نور تدابیر به هم ونیول شي.
بندیز به څومره موده دوام وکړي؟
تمه کیږي چې ترمپ به دغه بندیز د چهارشنبې په ورځ لاسلیک کړي او هغه به د لږ تر لږه ۶۰ ورځو له پاره د اجرا وړ وي. خو ترمپ ویلي دي چې کیدای شي تر هغه وروسته یې هم د ۶۰ ورځو یا لا اوږدې مودې له پاره تمدید کړي.
ترمپ روښانه کړې ده چې د بندیز تر تمدیدولو مخکې به اقتصادي شمیرې وویني او بیا به په دې اړه پریکړه وکړي.
ایا د ولسمشر ترمپ دا کار قانوني دی؟
ترمپ تر دې مخکې هم څو وارې امریکا ته د مهاجرت د مخنیوي هڅه کړې ده. په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا متحده ایالاتو سترې محکمې پریکړه وکړه چې ولسمشر د هغو کسانو د مخنیوي پریکړه کولي شي چې د ملي امنیت یو ګواښ وګڼل شي.
په ۱۹۶۵ کال کې تصویب شوی یو قانون هم د امریکا ولسمشر ته د دې اختيار ورکوي چې د هغو بهرنیو ډلو مخه ونیي چې ولسمشر یې د امریکا ګټو ته ستونزمن بولي. خو د مهاجرت په اړه د ولسمشر دونالد ترمپ د پریکړو په اړه ډیر وخت په محکمو کې دعوا کیږي او د دې امکان شته چې دا ځل هم همداسې وشي.
(ms/bs (AP, Reuters