انقره کې بريدونو لږ تر لږه ۸۶ انسانان ووژل
۱۳۹۴ مهر ۱۸, شنبهد ترکيې د کورنيو چارو وزارت د څرګندونو له مخې دوه بمونه د سيمې پر وخت لس بجې د انقرې ښار د عمومي تمځای په وړاندې وچاودل. هلته د حکومت د مخالفو ګوندونو مظاهره چیان سره راټول شوي ول. دغې مظاهرې ته د نورو تر څنګ کردي پلوي HDPګوند او نورو مخالفو ګروپونو بلنه ورکړې وه چې بايد په ۱۲ بجو شروع شوې وای.
د ترکيې انادولو خبري اژانس د امنيتي کړيو په استناد راپور ورکړی دی چې د ناتاييد شويو لومړنيو رپوټونو له مخې ښايي ځانمرګي بريدونه شوي وي. يوه دولتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې د يوې تروريستي پېښې ګمان ډېر دی. د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، دغه پېښه د هېواد پر يووالي او سولې باندې د «کرکې وړ بريد» بللی دی.
له بريد وروسته ګډوډي حاکمه وه او د قربانيانو شمېر پر له پسې ډېرېده. د پېښې په ځای کې پوليس د قهرېدلي مظاهره چيانو له لوري «قاتلان» وبلل شول او د کوتکو وارونه ورباندې وشول. پوليسو د وضعې د کنترولو په غرض هوايي ډزې وکړې.
پي کی کی بريدونه سمدلاسه ودرول
د HDPګوند مرستيال مشر، صلاح الدين دېميرتاس، بريد «لوی ناورين» او «وحشيانه بريد» وباله. په ټويټر کې نوموړي سياستوال وليکل: «هغه څوک چې سوله غواړي، وژل کيږي.» مظاهره چيانو غوښتل چې په انقره کې د څو مياشتو راهيسې د دولت او کردي ياغيانو تر منځ جاري کړکېچ په وړاندې لاريون تر سره کړي. لږ وړاندې د کردستان کارګر ګوند يا پي کی کی پر ترکي پوليسو او عسکرو باندې بريدونه کړي ول. د ترکيې پوځ د عراق په شمال کې د پي کی کي پر مرچلو د بمبارۍ له لارې غبرګون ښکاره کړ.
له بريد څخه يو څو ساعته وروسته پي کی کی پر خپلو جنګيالانو غږ وکړ چې په ترکيه کې دې د ګوريلايي فعاليتونو څخه لاس واخلي.
د انادولو خبري اژانس په دې ترڅ کې رپوټ ورکوي چې ولسمشر اردوغان، لومړی وزير احمد داودوغلو او د کابينې نور غړي يوې بېړنۍ ناستې ته سره راټول شوي دي. داودوغلو اعلان وکړ چې خپل انتخاباتي کمپاين به درې ورځ ودروي. په خپل لومړي غبرګون کې د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير، بريد غندلی دی: «پر سوله يزو مظاهره چيانو دغه له تاوتريخوالي ډک تروريستي بريد په ترکيه کې پر دموکراتيک بهير باندې همزمان حمله ده.» عاملين يې ښايي وغواړي چې د انتخاباتو څخه مخکې د وېرې او ترهې فضا خپره کړي. شتاينماير وويل چې «هغوی بايد په دې بريالي نه شي.»