د تونس سواحلو ته څېرمه د ۳۴ مهاجرو مړي موندل شوي
۱۳۹۹ خرداد ۲۲, پنجشنبهد تونس بندری ښار صفاقس د محکمې وياند وويل چې د چهارشنبې په ورځ د قرقنه ټاپوګانو ته نږدې ۱۲ نور مړي هم پیدا شوي وو. د ورکړل شویو معلوماتوله مخې د دغې پيښې قربانی شوي کسان ۲۳ ښځې، نهه نارينه او دوه ماشومان ول.
د تونس سمندري ساحلي ګارد له خوا د نورو مړو پيدا کولو له پاره د پلټنې عمليات لا روان دي. د نورو مهاجرو د معلوماتو له مخې احتمالا دغه کښتۍ د ۵۳ کسانو ليږدونکې وه چې د جمعې په شپه ېې د تونس له سواحلو څخه د ايتاليا په لور حرکت کړې وو.
لکه څرنګه چې د محکمې ویاند ويلې د عدلې طب لومړنيو موندنو له مخې د دغې پيښې ډيرې قربانيان د افريقا سویلي سترې صحرا له سیمو څخه دي.
د دغه کښتۍ کپتان تونسی نه وواو په ډير ګمان سره د قربانی شويو په ډله کې دي. له څوو مياشتو راهيسې مدام لا ډير پناه غوښتونکې کوښښ کوي، چې د مديتراني سمندرگي له لارې له تونس څخه ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي.
زموږ له آرشيف څخه: