1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنوبي قطب اوقیانوس واوره ډیره راکمه سوې

۱۴۰۱ بهمن ۳۰, یکشنبه

د جنوبي قطب اوقیانوس د همدې ۲۰۲۳ م کال د فبرورۍ میاشتي پر اتمه لا نور هم پراخ سوی او واوره یې بې حده ډیره راکمه سوې ده.

https://p.dw.com/p/4Nhev
Eisberg in der Antarktis
انځور: A. Rose/blickwinkel/picture alliance

هلته اصلأ اوس د دوبي موسم شروع سوی، خو لا مقدمتأ د فبروۍ میاشتي تر نیمايي پوري گرمي نوره هم ډیریږي او دا احتمال موجود دی، چي واروه یې نوره هم ډیره ویلي سي.  
د جرمني د بریمرهاوینر الفرید- وېگنر انستیتوت څو ورځي دمخه خبر ورکړ او ویلي یې وه، د ستلایت تصاویرو ښکاره کړې، چي د جنوبي قطب (انترکتیکا) د اوقیانوس فقط ۲،۲ ملیونه کیلومتره مربع مساحت لا واوري پوښلی دی. پدې ډول سره په ۱۹۷۹ م کال کي د جنوبي قطب د ارقامو د ثبت راهیسي د تر اوسه پوري کښته حالت ته رسیدلی دی. د تراوسه پوري تر ټولو لږ د تیر ۲۰۲۲ م کال د فبرورۍ میاشتي پر ۲۴ مه د اوقیانوس ۲،۲۷ ملیونه کیلومتره مربع مساحت واوري پوښلی ؤ.
د جنوبي قطب د اوقیانوس واوره په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کي ډیریږي او په فبروي کي بیرته راکمیږي.