د جهادیانو د کورنیو تر سلو ډیر غړي کوسوو ته ستانه شوي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱, یکشنبهپه کورنۍ جګړه کې له ښکیل هیواد سوریي څخه کوسووو ته د بیرته ستانه شویو کسانو شمیر ۱۱۰ تنه ښودل شوی دی. په دې ډله کې هغه ۴ تنه جنګیالي هم شامل دي چې په جګړو کې د برخه اخیستنې په موخه له وسله والو ډلو سره یوځای شوي ول.
تر ۲۰۱۲م کال وروسته د دې هیواد ۳۰۰ جهادیان سوریي ته تللي وو چې ۷۰ تنه یي وژل شوي دي. اوس د کوسووو ۸۷ تنه اتباع د سوریي په شخړیزو سیمو کې بند پاتې دي.
د کوسوو د عدلیي وزیر ابیلارد طاهر په حواله د جهادیانو د بیرته ستنولو حساس ماموريت د امریکا په مرسته بشپړ شوی دی. نوموړي د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د امریکا د مرستې د نوعیت په اړه له څه ویلو څخه ډډه وکړه. کوسوو ته د دغو جهادیانو پر لیږدونکي الوتکې د امریکا بیرغ له ورایه معلومیده.
د پرشتینایایي چارواکو په حواله په دغو ۱۱۰ کسانو ۴ جنګیالي،۷۴ ماشومان او ۳۲ ښځې شاملې دي. څلور تنه جهادیان د پلازمېنې پرشتینا په هوایي ډګر کې له الوتکې څخه تر ښکته کیدو سمدستي وروسته د پولیسو له خوا وینول شول.
د چارواکو په حواله په راتلونکو ورځو کې به نیول شوي کسان په نظامي محاکمه کې ځواب ووایي، چې تفصيل به یي ډیر ژر عام کړای شي.
امریکا د کوسوو د حکومت د دې پریکړې ستاینه کړې او پر نورو هیوادونو یي غږ کړی دی چې دوی دې هم خپل هغه اتباع تسليم شي چې اوس په سوریه کې بندیان دي. د اروپایي هیوادونو په ګډون یو شمیر نور هیوادونه تر اوسه پورې دا پریکړه نه شي کولی چې د سوریي په جګړه کې خپل نیول شوي اتباع په کوم حیثیت سره بیرته واخلي.
د امریکا له ملاتړ څخه برخمن د سوریي د دیموکراتیک ځواکونو له خوا په سوریي کې د « اسلامي دولت» یا داعش ډلې د په خپل سر جوړ کړي خلافت مرکز «الرقه» تر تصرف وروسته، د دغې ډلې په سلګونو بهرني جنګیالي اوس د سوریي دیموکراتیک ځواکونو سره بندیان دي.
د کوسوو ۹۰ سلنه وګړي مسلمانان دي او په ۲۰۰۸ م کال کې یي له سربیستان څخه تر جلا کیدو وروسته خپلواکي اعلان کړه. په ظاهره کې دغه اکثریت مسلمان میشته هیواد یوه سکولاره ټولنه ګڼل کیږي.
آژانسونه/ ش. ن