د حيوانانو ژنتيکي کاپي اخيستل يا کلون تخنيک
انځورونه: شل کاله پخوا د دولي په نوم يوه مېږه کلون شوې وه. د هغه وخت راهيسې څېړونکي غويان، سپي او پيشوګانې هم کلون کوي. د ځغاستې له پاره بيا خره او اوښان هم کلون شوي دي.
په سندرغاړې، دولي پارتن، پسې نومول شوې مېږه
د دولي په نوم مېږه د يوه بالغ حيوان تر ټولو لومړی کلون يا په اصطلاح کاپي ده، چې د ۱۹۹۶ کال د جولای په ۵مه زېږېدلې ده. دولي پلار نه درلود، بلکې درې ميندې يې لرلې. د يوې مور د بدني حجرې بسپنه، د يوې بلې مور د تخم يا هګۍ له بسپنې سره يو ځای شوه چې يوې بلې مور بيا دولي وزېږوله. د شپږو کلونو په عمر دغه مشهوره مېږه د سږو د سخت التهاب له کبله له منځه يوړل شوه.
کلون شوی کچر
ايدامو ګېم په ۲۰۰۳ کال کې زېږېدلې لومړنی کلون شوی کچر دی. دغه مشهور حيوان د يوه ځغاستونکي مشهور کچر ارثي ورور دی.
کاپي شوې پيشو
سي سي د نړۍ د لومړۍ کلون شوې پيشو نوم دی. دغه نوم د «کاربن کاپي» لنډ شکل دی.
پنځه ورته خويندې
نويل، انجل، ستار، جوي او ماري د ۲۰۰۱ کال د کريسمس په ورځ دنيا ته راغلې. هغه د جن يا ارثي تخنيک د «پي پي ال تېراپويتيکس» د کمپنۍ زېږنده ده چې د دولي په نوم مېږه يې هم کلون کړې وه.
د دښتو پاچا
د نړۍ لومړی کلون شوی اوښ په ۲۰۰۹ کال کې په دبۍ کې دنيا ته راغی. د «انجاز» په نوم دغه اوښ د يو بل اوښ کاپي ده چې حلال شوی وو.
د جنګ هسپانوی غويی
هسپانوي څېړونکو په ۲۰۱۰ کال کې د ګوت په نوم لومړنی کلون شوی جنګي غويی رامنځ ته کړ. دغسې غويان په هسپانيا کې د لوبو په ډګر کې جنګول کيږي.
لومړی د بيزو کلون
د «تېترا» په نوم د رېسوس بيزو د جنين د تقسيم په واسطه رامنځ ته شوې ده. د متحده آيالاتو په اورېګون آيات کې دغه بيزو په ۲۰۰۰ کال کې وښودل شوه. تېترا په يوناني ژبه څلورو ته وايي. څلورو بيزوګانو ته جنينونه پيوند شوي وو چې يوازې تېترا پکې ژوندۍ پاته شوې وه.
کلون شوی ژوی د جايزې په توګه
د جنوبي کوريا يوې څېړنيزې ډلې په ۲۰۰۵ کال کې د نړۍ لومړی کلون سپی توليد کړ. هغه سنوپي نوميږي او د افغانستان تازي سپی دی. دا ځل يو دولس کلن بل سپی هم کاپي شوی دی چې اوسنۍ انګليسي خاوندې هغه د جايزې په توګه ګټلی دی.