د خيبر پښتونخوا د چارسدې سيمي انځورونه
د خيبر پښتونخوا د چارسدې سيمه په دې وروستيو کې د ترهګریزو پيښو له کبله يو څه ځپل شوې وه. اوس یې ښکلا بيرته راستانه شوي دي. د دويچه ويله اردو څانګې يوه مينه وال زين الله خان دغه ښکلاوي په انځورونو کې راټولي کړي.
سردرياب
سردرياب د چارسدې ولسوالۍ د سيل او ساعت تيرۍ ځای دی. دلته پر ځايي اوسیدونکو سربيره د پيښور ښار څخه يو شمير خلک له خپلو کورنيو سره د سيل او کب خوړولو له پاره راځي.
د کښتۍ چکر
د کابل سيند پر غاړه پرتې دې سيمې ته د سيل له پاره راتلونکي په ښکلو سنبال شوو کښتيو کې له چکر څخه خوند اخلي.
د سردرياب کبان
د خيبر پښتونخوا د رسنیو د برخې د محصل زين الله په حواله د سردرياب تازه پاخه شوي کبان ډير خوندور دي او خلک یې ډير خوښوي.
د خيبر پښتونخوا جوار
په سردرياب کې ماشومان له يوې کراچۍ څخه د نينو رانيولو په حال کې ليدل کيږی. د خيبرپښتونخوا جوار د خپل ښه خوند له کبله ډير شهرت لري.
د ژوند ښکلي رنګونه
چارسده په دې وروستيو کې د يو شمير ترهګریزو بريدونو شاهده وه. دلته ډيرو کورنيو په تروريستي بريدونو کې خپل خپلوان له لاسه ورکړي. خو د دې ځای خلک يو وار بيا غواړي چې ژوند یې د ښکلاو او رنګونو ډک شي.
د خاورو تنورونه
د چارسدې په شا او خوا کليو کې خلک په تنورونو کې ډوډۍ پخوي. په دې انځور کې يو کلال د خاورو د تنور جوړولو په حال کې ليدل کيږي.
د چارسدې خامتا
د چارسدې د خامتا ټکر د خپل ښه معيار له کبله نه يوازې په پاکستان، بلکې دباندې په نورو هيوادونو کې ډير مشتريان لري.
کور په کور د خامتا کوچنۍ فابريکې
د چارسدې په رځړو سيمه کې په هر کور کې د خامتا جوړولو له پاره نساجي ماشينونه موجود دي. په دوبي کې په دې کوچنيو فابريکو کې د خامتا پټوان او ټکر جوړيږي او بيا په ژمې کې پلورل کيږي.