د داعش ځواکونو له رقې څخه پر شاتګ کړی
۱۳۹۶ مهر ۲۲, شنبهد سوریې د بشري حقونو سازمان په خبره د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې ځواکونه د شنبې په ورځ د (اکتوبر میاشتې په ۱۴) مجبوره شوي دي چې په سوریه کې له رقه ښار څخه ووزي.
له رقه څخه د داعش ځواکونو د وتلو له پاره یو شمیر بسونه دغه ښار ته استول شوي ول. د بشري حقونو د دغه سازمان په حواله د داعش جنګیالي د هغو له کورنیو سره د رقه ښار شمال ته انتقال شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مقر یې په لندن کې دی همدارنګه اعلان کړی دی چې د داعش خارجي جنګیالي هم د خپلو کورنیو له غړو سره د یوه نا معلوم هدف له پاره له دغه ښار څخه وتلي دي.
په رقه کې د داعش ماته
په سوریه کې کردي ولسي دفاعي واحدونو (YPG) چې له سوریایې کردانو څخه جوړ شوي هم اعلان کړی دی چې په زیات احتمال سره به د «شنبې یا یکشنبې» (د اکتوبر ۱۴ یا ۱۵) په ورځو کې د رقې ټول ښار د داعش له کنترول څخه ؤ ایستل شي.
د کردي ولسي دفاعي واحدونو ډلې اعلان کړی دی چې د داعش جنګیالیو په رقه ښار کې په بشپړ ډول ماته خوړلې او د خپلو مرکزونو او سنګرونو د ساتنې توان نه لري.
د کردي ملیشه و د ډلې ویاند نوري محمود رویټرز خبري آزانس ته ویلي دي چې په رقه کې اوس هم په ځینو سیمو کې په تیت او پرک ډول جګړه روانه ده، خو د ښار پاکولو لړۍ پیل شوی ده.
د کردي ملیشه و په خبره د داعش تر ۱۰۰ ډیر جنګیالي په بشپړ ډول په محاصره کې دي. کردي ولسي دفاعي واحدونه د امریکا په ملاتړ په سوریه کې د داعش پر وړاندې جنګیږي.
رقه په سوریه کې د داعش ډلې چې ځان «اسلامي دولت» بولي پلازمېنه ګڼل کیدله. د لویدیځو رسنیو په حواله د داعش یو شمیر مهم مشران د رقه په ښار کې اوسیدل. د رقه په ستراتیژیک ښار کې د «اسلامي دولت» ډلې د جنګیالیو ماته کیدای شي په سوریه کې د دغې افراطي ډلې له پاره یوه سخته ضربه ؤ ارزول شي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.04.2017):