د داعش ډله ايز قبرونه
د سوریې شمالي ښار رقه کابو څلور کاله د داعش د ترهگرو مليشو يو له مهمو پخو سنگرونو څخه وو. دلته ډله ایز قبرونه، د هغوی د بې رحمه وژنو شواهد دي. اوس په دغه قبرونو کې پراته مړي بايد وپيژندل شي.
په بېل بېل قبر کې ښخول
د سهار پر لسو بجو دلته په کار بوختو چې شمير یې د دولسو او پنځلسو ترمنځ دی، لومړي جسدونه له ځمکې را ايستلي دي. هغوی ځای پر ځای د فرونزک برخې د مشر اسد محمد په حضور کې دلته پر ښخو شويو جسدونو د ټپونو، د هغوی د جامو، شخصي شيانو او د بدن د نورو ځانگړو نښو نښانو معاينات کوي.
د معلوماتو ثبت
د را ايستل شويو جسدونو په اړه معلومات په دقيق ډول ثبتيږي. خو په زرونه نارينه، ښځې او ماشومانو به احتمالاً همداسې بې نومه پاته شي. د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ راهېسې په رقه کې ۴۳۶۰ جسدونه له ډله ايزو قبرونو را ايستل شوي دي چې له دې څخه تر اوسه يوازې۷۵۰ يې پيژندل شوي دي.
د درو زرو مړو قبر
تر اوسه په رقه کې له موندل شويو ديارلسو قبرونو څخه یې الفوخايخه تر ټولو ستر دی. د ساحې له لحاظه نه، بلکې هلته د ښخو شويو مړيو د شمير له کبله. د اټکلونو پر اساس هلته د تر۳۰۰۰ پوري مړي ښخ دي. کاري ډله به د ټولو مړيو د را ايستلو له پاره نيم کال وخت ته اړتيا ولري.
د ترهگرۍ هديره
د روان ميلادي کال په سر کې د رقه ښار په لېرې پرته څنډه کې دا ډله ايز قبر وموندل شو. د دې ميدان يا پټي شمالي برخه يو ډله ایز قبر دی. اټکل کيږي چې په دغه ډله ایز قبر کې به تر ۱۶۰۰ زيات هغه کسان ښخ وي چې په هوايي بريدونو کې وژل شوي او يا هم داعش اعدام کړي دي. د هديرې په پاته برخه کې کابو ۹۰۰ انفرادي قبرونه د داعش د جنگيالو او د هغوی د کورنۍ د غړيو دي.
د يوه عامل قبر
دغه کارکوونکي اټکل کوي چې دا د داعش د يوه افريقايي جنگيالي جسد دی. دی په يوه انفرادي قبر کې ښخ وو. دا جسد هم معاينه کيږي او د مړو له پاره په يوه ځانگړې کڅوړه کې خاورو ته سپارل کيږي. پر بدن یې د سوځيدو نښې دې ته اشاره کوي چې دی په هوايي بريد کې وژل شوی دی.
د يوه کوچني قبر
په ځمکه کې کابو يو متر ژور، کارکوونکو دوه يو ډول سوري موندلي. دا ښايي د داعش جنگيالو مړه زيږيدلي ماشومانو او يا د کوچنيانو قبرونه وي.
بيارغونه
د فرونزک برخې مشر اسد محمد وايي: «دا ځای د داعش د روزنې مرکز نه وو او نه هم د داعش هديره وه، بلکې دلته پټي يا کروندې وې. زموږ دنده دا ده چې دا ځای بيرته په کرهنيزه ځمکه بدل کړو.» هغه زياته کړه: «دا هديره نه ده.»
مړو ته دعا
دا نه يوازې جسمي کار دی، بلکې د کارکوونکو پر روان هم سخت اغيز لري. دا کارکوونکي په منظم ډول دمه کوي څو چای يا سگريت وڅکي او د ماسپښين لمونځ وکړي ـ او مړو ته هم دعا وکړي. د دوی له پاره دا عادي کار نه دی چې په ساعتو ساعتو هډوکي او خراب شوي جسدونه را وباسي. خو باور لري چې په دې توگه به رقه ښار ته د يوه نورمال ژوند په بيرته راگرځيدو کې مرسته وکولی شي.