1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي پاچا او ولیعهد د وژل شوي خبریال کورنۍ ته تسلیت ویلی

۱۳۹۷ مهر ۳۰, دوشنبه

د سعودي پاچا او ولیعهد يې د دوی د رژیم منتقد وژل شوي خبریال جمال خاشقجي کورنۍ ته تسلیت ویلی دی. په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د خاشقجي قتل نړیوال غبرګونونه راوپارول او د آل سعود کورنۍ له فشارونو سره مخامخ شوه.

https://p.dw.com/p/36wW6
Saudi Arabien Vision 2030 Präsentation König und Kronprinz
انځور: picture-alliance/abaca/B. Algaloud

په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسګلرۍ کې د جمال خاشقجي تر وژل کیدو وروسته، د سعودي عربستان پاچا او د هغه ولیعهد د وژل شوي خبریال له کورنۍ سره خپله غمشریکي وکړه. د اس. پي. اې رسمي خبري آژانس په حواله، د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان د خاشقجي د کورنۍ له غړو سره تلیفوني خبرې کړي دي. د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم د وژل شوي خبریال له کورنۍ سره خپله غم شریکي کړې ده.

د دغه رپوټ پر اساس د سعودي د رژیم د منتقد وژل شوي خبریال زوی صالح خاشقجي د شاهي کورنۍ له غم شریکۍ مننه کړې ده، خو د دغې تلیفوني اړیکي د محتوا او جزئیاتو په هکله یې څه نه دي ویلي.

د جمال خاشقجي تر ورکیدو دوې اونۍ وروسته د سعودي عربستان مشران له ډيرو نړیوالو فشارونو سره مخامخ شول. تر دغو فشارونو وروسته د سعودي د شاهي نظام مشرتابه په ترکیه کې په خپله قونسلګرۍ کې د خاشقجي پر وژل کیدو اعتراف وکړ.

د سعودي عربستان د رسمي رپوټ پر اساس چې تر ډیره پورې غربي سیاستوالو ته د منلو وړ نه دی، په ترکیه کې د سعودي په قوسنلګرۍ کې د خبریال خاشقجي او نورو کسانو ترمنځ د مرګ تر کچې پورې فزیکي اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. د سعودي عربستان چارواکو ویلي دي چې دوی له همدې کبله خپل ۱۸ اتباع نیولي دي او د دې ترڅنګ یې د ولیعهد یو سلاکار هم له دندې ګوښه کړی دی.

Journalist Jamal Khashoggi
انځور: picture-alliance/AA/O. Shagaleh

خو د دې کیسې برعکس د ترکیې جنايي څیړونکي په دې باور دي چې د سعودي د نظام منتقد خبریال د کمانډو ځواکونو د یوې ۱۵ کسیزې ډلې له خوا په ترکیه کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې شکنجه شوی او بیا وروسته وژل شوی دی. د ترکيې چارواکو زیاته کړې ده چې خاشقجي تر وژل کیدو وروسته يوه مسلکي کس ټوټه ټوټه کړی دی او جسد یې له قونسلګرۍ څخه ايستل شوی دی. د سعودي عربستان مشرتابه د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر عبدالجبیر د څرګندونو پر اساس په دې نه پوهیږي چې د خاشقجي جسد چیرته دی.

د اردوغان او ترمپ تلیفوني خبرې

د رسنیو د رپوټونو په حواله، په دې ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د جمال خاشقجي د وژل کیدو په هکله تلیفوني خبري کړي دي. د ترکیې د انادولو په نامه رسمي خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې دغو دواړو سیاستوالو په دې تړاو ګډ نظر درلود چې د خاشقجي د قضیې ټول اړخونه باید روښانه شي. د رپوټونو په حواله دواړو مشرانو د تلیفوني خبرو په ترڅ کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سوریې د وضعیت په هکله هم خبرې کړي دي.

Dschamal Chaschukdschi
انځور: Getty Images/AFP/M. Al-Shaikh

آیا آلمان به پر سعودي وسلو پلورلو ته ادامه ورکړي؟

په امریکا متحده ایالاتو او همدا راز آلمان کې اوسمهال له سعودي عربستان سره د همکارۍ د ادامې په هکله بحثونه له انتقادونو سره مل دي. د آلمان صدراعمظمه انګلا میرکل ويلي چې د اوس وخت له پاره سعودي عربستان ته د آلمان د پوځي تجهیزاتو صادرات دروي.

میرکل په برلین کې په يوه غونډه کې وویل چې په اوسني وضعیت کې [سعودي عربستان] ته د وسلو صادرات نه کيږي. مخکې له دې چې د سعودي عربستان له لوري د تسلیت ویلو موضوع مطرح شي، د آلمان صدراعظمې انګلامیرکل ویلي ول چې په دې هکله دې لا ډیر توضحیات ورکړل شي او دا چې تر اوسه پورې د خاشقجي د قتل په هکله هر څه روښانه نه دي.

په هر صورت له دې وړاندې آلمان، فرانسې او بریتانیا د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د جمال خاشقجي د وژنې د پیښې په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې وه.

Deutschland G20 Gipfel
انځور: Reuters/K. Pfaffenbach

بل لوري ته په آلمان کې د اپوزیسیون له اړخه د زرغون ګوند د پارلماني ډلې مشر انتون هوفرایتر د آلمان د وسلو د صادراتو په سیاست کې د بدلون غوښتنه کړې ده. هوفرایتر په دې هکله داسې تشریح ورکوي: «کړکیچنو او بحراني سیمو او همدا راز مستبدو حکومتونو ته باید د آلماني پوځي تجهیزاتو صادرات متوقف شي.»

خو د دې څرګندونو برعکس د آلمان د مسیحي ديموکرات ګوند سیاستوال او د اروپايي ټولنې کمیسار ګونتر اوتینګر د عجولانه څرګندونو پر وړاندې خبرداری ورکړی دی. نوموړي د فونکه په نوم رسنیو له آلمانۍ ډلې سره په یوه مرکه کې سعودي عربستان ته په چټکه توګه او په بشپړه توګه د وسلو د صادرولو له توقف سره مخالفت څرګند کړ. نوموړي په دې مرکه کې زیاته کړه چې په دې هکله پریکړه باید د قضیې د ټولو اړخونو تر روښانه کیدو وروسته وشي. د مسیحي ديموکرات ګوند دغه سیاستوال همدا راز وویل چې د وسلو د صادراتو د متوقف کولو پریکړه په هغه صورت کې باید وشي چې کله ولیدل شي سعودي عربستان په دې پیښه کې حقایق پټ کړي دي.