د سیاحت له پاره د آلمانانو لس په زړه پورې ځایونه
مدیترانه که د الپن غرونه؟ د ډیرو اروپایي هیوادونو له پاره آلمان سفري خبرداری له منځه وړي. د دوبي رخصتیو ته ورځې نزدې دي. د انځورونو په دې ګالرۍ کې لس هغه ځایونه په ګوته شوي چې د آلمانانو له پاره په زړه پورې دي.
هسپانیا
له کلونو راهیسې هسپانیا د آلمانانو له پاره تر ټولو په زړه پورې ځای دی. دغه هیواد د جون پر۲۱مه د بهرنیو سیلانیانو پر وړاندې خپلې دروازې پرانیستي دي. د مایورکا، د قناري او د کوستا بلانکا ټاپوګان او ساحلونه د آلمانانو په زړه پورې ځایونو کې شمیرل کیږي.
ایټالیا
د آلمانانو د سیاحت له پاره په دوهم مقام کې ایټاليا هیواد دی. د ګاردا سیند (پورتنی انځور) د سویلې تیرول غرنۍ سیمې، مایلند، وینېدیګ او روم د سیاحت له پاره په زړه پورو ځایونو کې راځي. کلتور او ښکلې منظرې، ښه خواړه او میلمه پالنه هغه څه دي چې آلمانان ایټالیا ته ورماتوي. د جون له دریمې نیټې څخه د اروپايي اتحادیې د اتباعو له پاره دغه هیواد ته د سفر اجازه شته.
ترکیه
د آلمانانو له پاره د سیاحت له پاره دریم په زړه پورې هیواد ترکیه دی، چې آلمان لا د سفري خبرداري له لېسته نه دی ایستلی. آلمان ځکه دغه هیواد ته سفري خبرداری له منځه نه دی وړی چې لا هم په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر لوړی دی. د انتالیا او یا د استانبول ښارونو ته سفر کوونکي لا هم انتظار باسي.
اتریش
اتریش بیا د لوړو غرونو له کبله د سیاحت له پاره په زړه پورې دی. دغه هیواد د فامیلیونو او همداشان د غرختونکو له پاره په زړه پورې ځای دی. په دغه هیواد کې ریستورانتونه او هوټلونه چې بیرته پرانیستل شوي او د اروپایي اتحادیې سیلانیان کولی شي د جون له ۱۵ څخه هلته سفر وکړي.
یونان
سپین او زرغون د دغه هیواد رنګونه دي. په آژې سمندرګې کې د کرت، رودس او د سانتوریني ټاپوګانو ښکلي ساحلونه او همداشان کافي لمر هغه څه دي چې د سیلانیانو له پاره زړه راښکونکي دي. د دې ترڅنګ په دغه هیواد کې لرغوني ښارونه شته چې په پلازمېنه اتن کې یې د آکروپولېس ډیر شهرت لري. د جون له ۱۵ څخه آلمانان دغه هیواد ته بیرته سفر کولی شي.
فرانسه
د آلمان لویدیځ لور ته پروت ګاونډي هیواد فرانسه بیا ۶ ځای لري. دغه هیواد هم د اروپایي اتباعو له پاره د جون له ۱۵مې نېټې څخه خپلې پولې پرانیستې. د سیلانیانو له پاره په زړه پورې ځایونو کې د اتلانتیک تر مدیترانې او همداشان له نورماندي څخه تر کوت دازور، ساحلونه د سیلانیانو له پاره په زړه پورې دي.
کروشیا
د کروشیا سواحلو ته آلمانان یا د نورو ګاونډیو هیوادونو سیلانیان په موټر کې هم سفر کولی شي. دغه هیواد د اروپایي هیوادونو په ډله کې لومړنی هیواد وو چې په می میاشتې کې یې د سیلانیانو پر وړاندې خپلې پولې پرانیستې.
پولنډ
د آلمان ختیځ لور ته پروت د دغه ګاونډي هیواد ښکلی طبیعت او بالتیک سمندر د سیلانیانو له پاره په زړه پورې دی. د پولنډ لور ته د بالتیک ساحل ۷۸۸ کیلومتره اوږدوالی لري. په ځانګړې توګه د ساحل پر غاړه هوټلونه د جون له ۱۵مې نېټې څخه آلماني سیلانیانو ته انتظار باسي. دغه هیواد هم د جون له ۱۵مې څخه خپلې پولې د اروپایي اتباعو پر وړاندې پرانیستي دي.
هالنډ
د آلمان ګاونډی هیواد بیا د کورنیو له پاره په زړه پورې تمځای دی. د آلماني سیلانیانو له پاره په ځانګړې ډول د رخصتیو د تیرولو پارکونه (پورتنی انځور) په زړه پورې دي. په دغه هیواد کې تر شنه اسمان لاندې په کیږدیو کې د رخصتیو تیرول یو خاص دود دی. دغه هیواد د آلمانانو پر وړاندې سفري بندیز نه وو وضع کړی خو نافذ مقررات باید مراعات کړي. د جولای له لومړۍ نېټې څخه دغه هیواد د رخصتۍ پارکونه بیرته پرانیزي.
مصر
پر لسم مقام بیا د مصر هیواد دی. آلمان لا د دغه هیواد پر وړاندې سفري خبرداری نه دی لغوه کړی. دغه هیواد هم د بهرنیو سیلانیانو پر وړاندې خپلې پولې نه دي پرانیستي. دا چې د سیلاني توب له پاره مشهورې سیمې لکه غردقه او شرم الشیخ به کله پرانیستل کیږي، معلومه نه ده.