د سیمي او نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کې
په چین کې د چاودنو په اړه څېړني پیل شوې
د چین پوځي اتومي او کیمیاوي کارپوهانو په تیانجين کې د چاودنو د لامل موندلو هڅې پیل کړې. دغه چاودني په یوه ګدام کې شوي چې په ۲۰۱۴م کال کې د یوه خپور شوي رپوټ له مخې د خطرناکو کیمیایي موادو د ساتلو له پاره جوړ شوی وو. ویل شوي دي چې د چاودني پر مهال په دغه ځای کې ډیر المونیم نایترید، پوتاشیم نایترید او کالکویم کاربرید ساتل کیدل.
د یونان په پارلمان کې د سپما پروګرام پر سر بحث
د پنچشبنې په ورځ د یونان حکومت د دغه هیواد په پارلمان کې د خپل سپما له پروګرام څخه دفاع وکړه. د یونان پر لومړي وزیر الیکسس سپراس حتی خپل ګوند سختي نیوکي کړي دي. په پارلمان کې په دې اړه بحث نهه ساعته دوام وکړ. د یونان د ماليې وزیر د سپما پروګرام پر تائید باندې تاکید وکړ. پارلمان د جمعې په ورځ تر غرمي وروسته د دغه پروګرام په اړه بحث کوي.
په ترکيه کې د ایتلاف پر سر خبري بې نتيجې پای ته ورسیدې
په ترکيه کې د قوي ایتلافي حکومت د جوړولو پر سره د حاکم ګوند AKP او د هغه د مخالف ګوند CHP تر منخ خبري بې نتیجې پای ته رسیدلي دي. د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اغلو، ویلي دي چې تر وخت مخکې ټاکنو امکان ډیر قوي دی. د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ګوند AKP همداراز کیدای شي چې له اپوزیسیون ګوند MHP سره اتحاد وکړي خو د دې امکان هم ډیر کم دی.
ملګري ملتونه باور لري چې اسلامي دولت کیمیاوي وسلې کارولي
والستریت ژورنال د پنجشنبې په ورځ لیکلي دي چې ملګري ملتونه په دې باور دي چې اسلامي دولت تیره اوونۍ پر کردي جنګیالیو باندي برید کې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی. په دغه رپوټ کې د امریکایي چارواکو په حواله لیکل شوي دي چې دا لومړی وار دی چې معلومیږي دغي ترهګري ډلي منع شویو کیمیاوي وسلو ته لاسرسی موندلی. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې اسلامي دولت ښايي دغه وسلې له سوریې څخه ترلاسه کړي وي.
په مصر کې د پوځي الوتکي په رالویدو کې څلور کسان وژل شوي
د مصر د پوځ ویاند ویلي دي چې د دغه هیواد یوه پوځي الوتکه له لیبیا سره سرحد ته نژدې د تخنیکلي ستونزو له کبله رالویدلې ده. هغه زیاته کړې ده چې رالویدلې الوتکه د ترهګري ضد جگړې عملیات کول. په الوتکه کې سپاره څلور کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي. چارواکو نه دي ویلي دي چې د رالویدلې الوتکې ډول څه وو.
بریتانیا له اکوادوره د اسانج د تسلیمۍ غوښتنه کوي
چارواکو ویلي دي چې غواړي په رسمي توګه د دې موضوع پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړی چې په دې هیواد کې د اکوادور سفارت د ویکیلیکس انترنتي پاڼي بنسټ ایښودونکی جولین اسانج، ساتي. اسانج په ۲۰۱۲م کال کې په لندن کې د اکوادور په سفارت کې پنا وغوښته ځکه هغه ویره لري چې بريتانيا به یې سویدن ته وسپاري. په سويدن کې پر هغه باندي د جنسې سو استفادي تورونه لګیدلي دي. په اروپا کې د هغه د نیولو امر صادر شوی دی.
پر همجنس بازانو د اسلامي دولت د بریدونو په اړه بحث
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د اسلامي دولت ترهګري ډلي له خوا پر همجنس بازانو باندي د سیستماتیکو بریدونو په اړه یوه غیر رسمي غونډه وکړي. دغه خبره په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو استازي سمنتا پاور کړې ده. دغه غونډه به د امریکا متحدو ایالاتو او چیلي له خوا تنظیم شي او د اګست پر ۲۴مه نیټه به وشي.