د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړي پنځه تنه وژلي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۹, شنبهد افغان طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې د جمعې تر ورځې په پنځمه ورځ هم دوام درلوده.
جګړه د پکتيا ولايت په غرنيو سيمو کې رامنځته شوه.
په افغانستان کې د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون راپور کې ویلي چې د پاکستان له خوا د توغول شوي توغندي له امله لږ تر لږه څلور ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.
سرچینې د آلمان خبري آژانس «ډي پې آې » ته ویلي دي چې د کرم په سیمه کې په دغو نښتو کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. خو سرچینو وویل چې نښتې د جمعې تر سهاره دوام درلود، خو وروسته وضعیت «آرام خو کړکیچن» دی.
په وروستیو کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې د پام وړ سړې شوې دي
د پاکستان حکومت له کلونو راهیسې د وسله والو ډلو له جګړو سره مخ دی. کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، اسلام آباد په بیا بیا دغه اداره د ترهګرو په ملاتړ تورنه کړې او وایي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان بریدونه کوي.
په وروستیو میاشتو کې، پاکستان د طالبانو ادارې ته د اختلافي اقداماتو له لارې لکه د افغان کډوالو ډله اېیز اخراج سره ځواب ورکړی دی.
دغه ګاونډي هېوادونه ۲۴۳۰ کیلومتره ګډه پوله لري، چې په ۱۸۹۳ کال کې د هغه وخت د برتانوي هند او د افغانستان د امارت تر منځ د ډیورنډ کرښې په نوم رامنځته شوه .دغه کرښه تل لانجمنه اوه او د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم په دې اړه اختلافونه موجود وو.
Rsh/Si/zn (dpa)