د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېر افغانان پاکستان ته کډوال شوي
۱۴۰۳ آذر ۲۸, چهارشنبهپه پاکستان کې له پخوا څخه هم میلیونه افغانان اوسېدل، خو پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېرو دریو کلونو کې ډېر افغانان پاکستان ته کډه شوي دي. تازه کډوال شوي افغانان په پاکستان کې د کار له نشتوالي او نورو ګواښونو سره مخ دي. په دغه هيواد کې له پخوا موجود ډېر افغانان سوداګري کوي، خو لا هم له ډېرو اسانتیاو بې برخې دي. یو شمېر افغانانو چې په پاکستان کې یې تر څلوېښتو ډېر کلونه ژوند کړی، د دغه هيواد د تابعیت غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یو این ایچ سي ار) د شمېرو له مخې، تر اوسه په پاکستان کې ۱،۵ میلیونه افغان کډوال ثبت او راجستر شوي دي، په داسې حال کې چې شاوخوا همدومره نور له ثبت پرته په پاکستان کې اوسېږي او ډېر یې د خیبرپښتونخوا په مختلفو ښارونو کې ژوند کوي.
اړوند: پاکستان او ملګري ملتونه د افغان مهاجرو له پاره د يوې پايدارې حللارې په لټه کې دي
د راپورونو له مخې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه شاوخوا اته سوه زره افغانان د بېلابېلو عواملو له امله له هيواده وتلي او په پاکستان کې یې پناه اخستې ده. له بل طرفه په ۲۰۲۳م کال کې په پاکستان کې د امنیتي حالت د خرابوالي له امله د غیرراجستر افغان کډوالو د اخراج لړۍ هم پیل شوې ده، چې د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر تر ۳۱ نېټې ۴۳۵ زره افغانان بېرته افغانستان ته اخراج شوي دي.
پاکستان د نړیوالو سازمانونو له لوري په دغه هيواد کې د مېشتو افغان کډوالو د «پي او آر» کارتونه د ۲۰۲۵م کال د جون میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې تمدید کړي دي، چې له امله یې د راجستر افغان کډوالو ستونزې یو څه کمې شوي دي، خو لا هم له خیبرپښتونخوا پرته په نورو ښارونو کې د افغان کډوالو په ستونزو کې کمښت نه دی راغلی، هلته چې د ځینو امنیتي ادارو ویره ده، نو دوی د روغتیا او زده کړو له بنیادي اسانتیاو بې برخې دي.
افغانان د ستونزو په اړه څه وايي؟
د خیبر پښتونخوا د کډوالو په کمپونو کې مېشت افغانان بیا له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د افغان نجونو د زده کړو یو فعال الله میر میاخېل، د کمپ مېشتو افغانانو د ستونزو په اړه وویل: «د کمپونو حالت ډېر خراب دی. دلته د صفايۍ کارکوونکي نه راځي. خلک په کثافاتو کې ژوند کولو ته مجبور دي. روغتیايي اسانتیاوې پر نشت حساب دي او که اولادونه مو زده کړې کول غواړي، نو د دې له پاره هم کوم سیستم نه شته.»
نوموړي وویل، که نادولتي ادارې له کډوالو سره مرسته کوي، نو په خبره یې «په ګرمۍ کې بخارۍ او په یخنۍ کې پکي راکوي، چې موږ ورته اړتیا نه لرو. د دې پر ځای موږ روغتیا، زده کړو او پاک چاپیریال ته اړتیا لرو. د پاکو اوبو اسانتیا چې یوه بنیادي مسئله ده، خو موږ ورته لاسرسی نه لرو.»
د افغانانو په زور ایستل او د خیریه سازمانونو دریځ
د سیاسي او ټولنیزو چارو کارپوهان له پاکستان څخه په زور خپل هيواد ته د افغان کډوالو ایستل د بشري حقونو خلاف عمل بولي او زیاتوي، چې که په خپل هېواد کې د چا ژوند په خطر کې وي او یا د ټولنیزو ستونزو له امله خپل هېواد پرېږدي، نو پاکستاني چارواکي باید ورته یوه تګلاره جوړه کړي.
دویچه ویله په دې اړه له مشهور قانون پېژندونکي جمال افریدي پوښتلي، هغه ویلي: «څوک هم په خپله خوښه خپل هيواد نه پرېږدي. هغوی مجبوره وي او د همدغو مجبوريو له امله دغو خلکو خپل ملک پریښی. د انسانیت تقاضا داده، چې هغوی ته هغه اسانتیاوې برابرې شي، چې اړتیا ورته لري.»
په پاکستان کې سوداګري
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ښارونو کې مېشت ډېر افغانان په سوداګرۍ بوخت دي. ډېر شمېر افغانان د وچې مېوې، د لرغونو توکو، لباس، د سینګار توکو او غالیو سوداګري کوي.
د پېښور په صدر بازار کې د وچې مېوې یو سوداګر حسیب الله، دویچه ویله ته وویل چې څلوېښت کاله مخکې هلته [پاکستان] ته تللی دی. هلته یې بچیان پیدا شوي او لوی شوي او همالته یې زده کړې هم کړي دي.
اړوند: پاکستان د راجستر شوو افغان مهاجرو د پاتېدو موده غځولې ده
نوموړي وویل چې د لوړو زده کړو د لرلو سربېره یې بچیان په پاکستان کې له دې امله دندې نه شي اخیستلی، چې افغانان دي، نو ځکه له ده سره په کاروبار کې بوخت دي.
نوموړي وویل: «موږ په پاکستان کې ټولې مالیې ورکوو. غواړو چې موږ ته د پاکستان تابعيت راکړل شي؛ ځکه که زه افغانستان ته تلل هم وغواړم، نو زما اولادونه پاکستان خپل ملک ګڼي. زه دلته میلیوني کاروبار لرم. چې دا ختم کړم او افغانستان ته لاړ شم، هلته به څه وکړم؟»
ستونزې څه دي؟
په پاکستان کې مېشت افغانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي. په دې وروستیو کې افغان کډوالو ته د کور اخیستلو له پاره NOC اخیستل جبري شوی دی.
مسکا ساپۍ، چې په پېښور کې له یوې بهرنۍ ادارې سره کار کوي دویچه ویله ته وویل: «د نورو ملکونو په پرتله په پاکستان کې موږ بهرنيان هېڅ ډول اسانتیاوې نه لرو. په څلوېښتو کلونو کې دلته د افغان کډوالو ژوند نه دی بدل شوی، خو په اروپا او امریکا کې تر لس کاله ژوند وروسته هغوی ته هر ډول اسانتیاوې برابرېږي.»
نوموړې زیاتوي، هغه افغانان چې څلوېښت کاله مخکې پاکستان ته کډوال شوي او په کمپونو کې ورته څلور کوټې جوړې شوي، اوس یې د کورنۍ د غړو شمېر ۴۰ کسانو ته رسېدلی؛ خو لا هم ورته د یوې کوټې جوړولو اجازه نه ورکول کېږي.
اړوند: د ملګرو ملتونو يوه استازي په پاکستان کې له افغان مهاجرو سره لیدلي دي
مسکا ساپۍ وايي، په پاکستان کې د لوړو زده کړو پر مهال افغانانو ته سکالرشیپونه ورکول کېږي، خو که په لوړو نومرو بریالي هم شي، بیا هم دندې نه شي اخیستلی. دا وايي: «خپل هيواد ته د ستنېدونکیو افغانانو ستونزې تر دې هم زیاتې دي او دا چې په افغانستان کې اسانتیاوې نشته. هغه کسان چې اولادونو یې دلته لوی شوي، هلته نه شي اوسېدلی. هغه کسان چې دلته سوداګري کوي، هلته یې نه شي کولی. په دې ډول افغانان له دوه اړخه ستونزه کې دي.»
د ملګرو ملتونو په مرسته رضاکارانه ستنېدل
ملګرو ملتونو په ۲۰۰۲م کال کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو رضاکارانه ستنېدلو بهیر پیل کړی دی، چې په جریان کې یې ۴،۴۵ میلیونه افغانان خپل هيواد ته ستانه شوي دي. په دې لړ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ هر ستنېدونکي سره ته د ۳۷۵ امریکايي ډالرو مرسته کړې ده.
د ژمي په رارسېدو سره د څو میاشتو له پاره د رضاکارانه ستنېدلو بهیر ځنډول شوی دی، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د همدغه کال د اکتوبر میاشتې تر ۳۰ نېتې پورې نیږدې ۲۴ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.