د فوکوشيما ناورين - د اتومي انرژۍ پای؟
انځورونه: د جاپان په فوکوشيما کې شپږ کاله مخکې اتومي ناورين د دغه هېواد، د ډېرو انسانانو او د اتومي انرژۍ د صنعت له پاره ناوړې پايلې درلودې. خو آيا دغه ټکنالوژي لا آئينده لري؟
د اتومي بمونو په پرتله لا زياته اتومي ککړتيا
مارچ ۲۰۱۱: له زلزلې او سونامي وروسته په څلورو اتومي برېښناکوټونو کې هسته يي ويلېدنه صورت نيسي او په څلورو ځايونو کې د هايدروجن په ټانکيو کې چاودنې کيږي. د دغسې لوی ناورين اټکل هيچا نه و کړی. په دغه پېښه کې د هيروشيما د اتوم بم په پرتله ۵۰۰ چنده زياته اتومي ککړتيا خوشې شوله.
ډېر لکښتونه او اتومي وړانګې
د دغه ناورين پايلې زښتې زياتې دي. د جاپان د حکومت د څرګندونو له مخې لګښتونه تقريبا ۲۱،۵ بيليونه ين (تقريبا ۱۷۷ ميليارده يورو) ته رسيږي. ورسره د انسانانو کړاو او په نورو هېوادونو کې د اتومي وړانګو په پايله کې زيانونه هم راځي.
د پاسيفيک يا آرام سمندر ککړتيا دوام مومي
اوس د بټيو چاپېره نوي دېوالونه جوړ شوي او د لاندې خوا کنګلي دېوال هم رغول شوی دی. د ورانو شوو بټيو او ويلي شوو سون توکو را ايستنه البته اوس لا ممکنه نه ده. په دې ترتيب تر ځمکې لاندې اوبه ککړيږي. يوه برخه يې د پمپونو په مرسته په ټانکونو کې زېرمه کيږي. بله برخه يې د پاسيفيک يا آرام سمندر اوبو ته لاره مومي.
د تايرايډ په غده کې سرطان ۲۰ چنده شوی
جاپان په ناورين کې لا يو څه نېکمرغه وو. باد اتومي ککړتيا د سمندر په لور انتقال کړه. په دې د توکيو په شاوخوا کې ۵۰ ميليونه انسانان وژغورل شول. خو د فوکوشيما سيمه سخته ککړه شوه. ۲۰۰ زرو خلکو خپل کورونه پرېښودل. په ماشومانو کې د تايرايډ په غده کې سرطان ۲۰ چنده ډېر وموندل شو.
اکثريت د اتومي ځواک پر ضد دی
د جاپان په برېښنا کې د اتومي ځواک ونډه له ناورين وړاندې ۳۰ سلنه وه، نن هغه يوه سلنه ده. له پخوا ۵۴ بټيو څخه نن دوه لا فعالې دي. حکومت پر اتومي ځواک ولاړ دی او غواړي چې ځينې بټۍ بېرته فعالې کړي. خو اړونده سيمې يې تر اوسه پورې مخالفت کوي.
اتومي صنعت له کړکېچ سره مخامخ دی
له فوکوشيما شپږ کاله وروسته اتومي شرکتونه له يو ستر کړکېچ سره مخامخ دي. په جاپان، د امريکا په متحده آيالاتو او فرانسه کې هغه پيسې له لاسه ورکوي، نوې بټۍ نورې نه پېرودل کيږي او د رغونو چارې يې ځنډيږي.
صادرات په ټپه ولاړ دي
فرانسه له تر ټولو نوې او عصري بټۍ سره ډېرې هيلې تړي. هغه د د اوبو د لوړ فشار اروپايي بټۍ بلل کيږي چې وايي ډاډمن دی. هغه څه باندې ۱۰ ميليارده يورو غواړي، چې د اټکل په پرتله درې چنده زياتې پيسې دي.
آيا لويه بريتانيا هم اتومي بټۍ جوړوي؟
لويه بريتانيا د کلونو راهيسې د دغسې عصري بټيو جوړول غواړي. ټول ټال لګښتونه يې ۳۳ ميليارده يورو اټکل شوي چې رغنيزې چارې به يې په ۲۰۱۹ کال کې پيل شي. خو اندېښنې هم ډېرې دي. اتومي برېښنا ښايي د لمر او بادي انرژۍ د برېښنا په پرتله لا ګرانه وي.
زړې اتومي بټۍ په وړتيا توګه
اتومي بټۍ پخوا اقتصادي وې. اوس هغه زړې دي، بايد ترميم شي او اقتصادي نقص راوړي. يوه سويسي شرکت غوښتل چې دوه اتومي بټۍ د فرانسې د انرژۍ يوه شرکت ته په وړتيا توګه ورپرېږدي. خو فرانسوي شرکت دغه تحفه رد کړه.
په آلمان کې له اتومي انرژۍ څخه فاصله نيول کيږي
د فوکوشيما له ناورين وروسته آلمان پرېکړه وکړه چې له اتومي انرژۍ څخه به لاس واخلي. تر اوسه نهه اتومي بټۍ تړلې شوې، چې اته نورې به تر ۲۰۲۲ کاله پورې وتړل شي. د اتومي پاتې شونو له پاره اړونده شرکتونه بايد يوه دولتي صندوق ته ۲۳ ميلياده يورو په اختيار کې ورکړي.
له اتومي پاتې شونو څخه وېره په ډېرېده ده
په اروپايي ټولنه او سويس کې ټول ټال ۱۳۲ اتومي بټۍ فعالې دي. خو په وار وار د هغوی د خونديتوب په اړه اندېښنې راټوکيږي. ډېر شمېر خلک د دغسې بټيو تړل کېدل غواړي.
چين د اتومي ځواک استعمال ته زور ورکوي
په داسې حال کې چې په اروپايي ټولنه، جاپان او روسيه کې له ۲۰۱۱ کال وروسته نوې بټۍ نه دي جوړې شوې، چين له دغې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخلي. خو د هسته يي انرژۍ په پرتله چين د باد او لمر په انرژۍ ډېره زياته پانګونه کوي.