د مارچ ۲۰ مه د خوشحالۍ نړیواله ورځ
«خوشحالۍ ته رسیدل د هر انسان هدف دی. خو خوشحالي یعنی څه؟ او کوم شیان موږ نیکمرغه کوي؟» دا هغه پوښتنه ده چې ملګري ملتونه یي له موږ څخه کوي.
د خوشحالۍ اصلی شرایط
د ملګرو ملتو سازمان خوشحالي په دغو پنځواساسي شرایطو پورې تړلي بولي: ۱ـ انسان د ورځي ۲۵۰۰ کالوري، ۱۰۰ لیتره اوبو، حد اقل شپږ متر مربع مساحت په اندازه خونې، د پخولو له پاره یوه ځای او په ښوونځي کې شپږ کاله زده کړو ته اړتیا لري.
دوستي - د خوشحالۍ له پاره مهمه ارزول شوي
ولې د بې وزلو هیوادونو خلک زیاتره وخت ځانونه نیکمرغه احساسوي؟ د هاروارد د پوهنتون نوي څیړني ښیې چې د دغې موضوع زیاته برخه د هغوی په اجتماعي اړیکو پورې تړلې ده. د «زړو خلکو د ذهني او راني ودې» په اړه د هاروارد د پوهنتون اوږدمهاله تحقیقات ټینګار کوي چې له کورنیو، خپلوانو او دوستانو سره اجتماعي اړیکي د هغوی د خوشحالۍ پر احساس باندی سخته اغیزه لري.
د اړیکو کیفیت د هغوی له کمیته ډیر مهم دی
د هاروارد پوهنتون په څیړنو کې راغلي چې د انسانانو د عمر د زیاتیدو سره سم، د یوې ښې اړیکې اهمیت هم زیاتیږي.هغو کسانو چې په دې تحقیقاتو کې برخه اخیستې او عمرونه یی له ۳۰ کلونو کم دي وایي چې د هغوی له پاره د اړیکو او ارتباطاتو شمیر د هغوی د خوشحالۍ دلیل دی. خو د زیات عمر کسانو له پاره چې په دغو پلټنو کې یې برخه اخیستې وه، موضوع برعکس ده. د هغوی له پاره د اړیکو کیفیت مهم دی.
پایداره ګډ ژوند د انسانانو دخوشحالۍ او روغتیا سبب ګرځي
ښه او باثباته ګډ ژوند هم د خوشحالۍ مهم جُز بلل کیږي او همدرانګه زموږ د وجود او روان له پاره مهم نقش لوبوي. د هاروارد پوهنتون د پلټونکو له خوا اوږد مهاله تحقیقات ښيی: هر هغه څوک چې په خپل ګډ ژوند کې نیکمرغه وي، زیاتره د روغتیا احساس کوي او د بدن دفاعي سیستم یې د زړه د ناروغۍ په مقابل کې ډیر ښه عکس العمل ښيي.
له نورو سره مرسته او سوغات ورکول سړي ته خوشحالي وربخښي
له نورو سره له وخت تیرولو، هغوی ته د تحفې یا سوغات ورکولو او په خپله خوښه له هغوی څخه ملاتړ کولو څخه ډډه مه کوئ. ځکه دا ډول کارونه ستاسي د خوشحالۍ او نیکمرغۍ سبب کیږي. پر دې خبرې، ټول پلټونکي او د نیکو کارو فعاله انسانان توافق لري.
مؤقتي او دایمي نیکمرغي
د نوو کالیو رانیول د خوشحالۍ د هورمونونو د ترشح سبب کیږي چې له امله یې سړی مؤقتي خوشحالي تر لاسه کوي. له همدې کبله د لنډ وخت له پاره د منفي افکارو څخه لیرې کیدل او سودا اخیستلو ته تلل یو مناسب کار بلل کیږي. خو دوامداره خوشبختي د ډیرو کالیو یا نورو شیانو په لرلو پورې اړه نه لري. بلکې د انساني اړیکو تود احساس، امنیت او ژوند ته په ژور نظر کتل د دایمي نیکمرغۍ اصلی عوامل بلل کیږي.
"خوشحاله کوونکي خوراکونه"
د "خوشحاله کوونکو خوراکونو" د بیلګې په توګه ککاو «چاکلیت» یا اناناسو خوړل په مغزونو کې د سروتونین، په نامه د خوشحالۍ هورمونونه زیاتوي او هغه هم امکان لري په دغو خوراکونو کې د خوږو د موجودیت وي. خواږه هم ماغزه آراموي او د خوشحالۍ د هورمون د تولید سبب ګرځي.
"په نړۍ کې د خوشحالۍ د وضیعت په اړه رپوټ"
«په نړۍ کی د خوشحالۍ وضیعت» په نامه رپوټ کې د فنلنډ اوسیدونکي د نړۍ د خوشحاله او خوشبخته انسانانو په توګه یاد سوي دي. ترهغه وروسته په ترتیب سره د ناروې، ډنمارک، آیسلند او سویس خلک راغلي دي. په دغه رپوټ کې د نړۍ په ۱۵۶ هیوادونو کې د اجتماعي سوکالۍ وضعیت، د انسانانو د عمر د اوږدوالي، فساد، رشوت او بلاخره د دیموکراتیکو آزادیو په اړه پلټني ترسره سوي دي.
د ملګرو ملتو سازمان په ۲۰۱۲ کال کې د مارچ ۲۰ مه نیټه د «خوشحالۍ د نړیوالی ورځي» په توګه ونوموله. دا ورځ موږ ته د دې فرصت راکوي چې پوه سو، خوشحالي یوازې په اقتصادي پراختیا او یا هم د تولیداتو له خرڅلاو څخه د ګټي په تر لاسه کولو نه خلاصه کیږي. بلکې زموږ په خوشبختي کی نور زیات عوامل هم دخیل دي. لکه همدردي، عمومي آرامي، د ټولنی پایدار او مخ په وړاندی بهیر، هغه څه دي چی زموږ پر خوشبختۍ او خوشحالۍ باندی اغیز لري. یو له دغو دلایلو څخه د نړۍ او د خپل ځان په هکله زموږ د نظر څرنګوالی هم دی.