د ماشومانو په ګډون اته مهاجر ډوب شوي دي
۱۳۹۴ دی ۳, پنجشنبهد دوګان په نوم شخصي خبري اژانس په حواله د مهاجرو د لرګو کښتۍ په آژه درياب کې له بادیملي ساحل څخه دوه کیلومتره لري له هغې وروسته ډوبه شوه چې د سیند له سختو څپو سره مخامخ شوه. د خبري اژانس په وینا ۱۴ کسان لا هم ورک دي.
د دې خبري آژانس د رپوټ په حواله له هغه وروسته چې وویل شول چې کیدای شي ځیني مهاجر لا هم په کښتۍ کې بند پاته وي د ترکېې ساحلي ساتونکي او لامبو وهونکي يادي سیمي ته ځانونه ورسول، څو ورک شوي کسان پیدا کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو سازمان (UNHCR) او د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په همدې اوونۍ کې په یوه رپوټ کې وویل چې اروپا ته سږ کال تر یو میلیون ډیرو مهاجرو د اوبو له لاري ځانونه رسولي دي.
په ترکيه کې اوس ۲،۲ میلیونه سوریايي مهاجر استوګن دي او دا هیواد اروپا ته د راتګ له پاره د مهاجرو په تمځای بدل شوی دی.
انقرې له اروپایې اتحادیې سره یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې یې د نغدي مرستو په بدل کې ترکیه اروپایي اتحادیې ته د مهاجرو د تګ مخنیوی کوي.
د ترکیې پولیس او ساحلي ساتونکو د سمندر په سواحلو کې خپل شمېر زيات کړی دی، څو د قاچاقبرانو مخنیوی وکړي. د ژمي د یخنیو له کبله اروپا ته د اوبو له لاري د تلونکو مهاجرو شمېر هم راکښته شوی دی.
د ترکیې خبري آژانسونه وايي چې اروپا ته د تلونکو مهاجرو د شمېر په راکښته کېدو سره، قاچاقبرانو له ترکیې څخه اروپا ته د اوبو له لاري مصرف له ۱۲۰۰ ډالرو څخه ۵۰۰ ډالرو ته راکښته کړی دی.
په روان کال کي اروپا ته د مهاجرت سفر پرمهال شاوخوا ۳۷۰۰ انسانان وژل سوي يا ورک سوي دي.