1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د مسعود اوزیل په واده کې د اردوغان ګډون

۱۳۹۸ خرداد ۱۷, جمعه

مسعود اوزیل او نازمزادې یې امینه ګولشه، د ترکیې په استنبول ښار کې سره واده کوي. د هغوی د واده په مراسمو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم حضور لري.

https://p.dw.com/p/3K2s9
Deutschland Özil bei Erdogan-Festmahl
انځور: picture-alliance/dpa/Presidential Press Service

مسعود اوزیل د جمعې په ورځ د استنبول په «څلور فصله هوټل» کې واده کوي. د ارسنال لوبډلې دغه ۳۰ کلن لوبغاړي په واده کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ګډون کوي. اردوغان په دې واده کې یوازې میلمه نه دی، بلکه د اوزیل له خوا د نکاح مراسمو پر مهال د شاهدانو له ډلې څخه یو دی. اردوغان د جمعې په شپه هم د اوزیل تر واده مخکې په مراسمو کې ګډون کړی وو.

اوزیل په ۱۹۸۸ کال کې په آلمان کې زیږیدلی او اوس د ارسنال لوبډلې له پاره لوبیږي. د هغه میرمن آمینه په ۲۰۱۴ کال کې په ترکیه کې د کال غوره نجلۍ شوه او د ترکیې په یوه مشهوره سریال کې تر نقش لوبولو وروسته ډیره وپیژندل شوه.

اوزیل د آلمان په ملي لوبډله کې هم لوبیدلی خو په تیر نړیوال جام کې د آلمان تر خرابو لوبو وروسته پر هغه باندې نیوکې وشوې. اوزیل بیا وویل چې پر ده ځکه نیوکې کیږي چې ترکي الاصله آلمانی دی. د هغه دغه څرګندونو په آلمان کې د ادغام په اړه تاوده بحثونه راوپارول.