د مشيګن مقدماتي ټاکني ترمپ او بايدن ګټلي
۱۴۰۲ اسفند ۹, چهارشنبهد امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن، او پخواني جمهور رئيس دونالد ترمپ، د سه شنبې په ورځ د ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو مقدماتي ټاکنې ګټلي دي او په دې ترتيب داسې ښکاري چې دوی به د ۲۰۲۰م کال د ولسمشرۍ ټاکنو سيالۍ تکرار کړي.
خو دامريکا په مشيګن ايالت کې دعرب – امريکایانو ټولنې يوه غورځنګ چې په ټول هېواد کې د عرب – امريکايانو تر ټولو ستره ټولنه ده، په غزه کې د جګړې په اړه د بایدن د تګلارو په اعتراض کې د نوموړي برحاله ولسمشر له ملاتړه لاس اخيستی دی.
«مشيګن ته غوږ ونیسئ» څرنګه يو غورځنګ دی؟
د «مشيګن ته غوږ شئ» غورځنګ ته پراخه تبليغ د کانګرس په خټه د فلسطينۍ غړۍ رشيده طليب، له خوا کیږي چې موخه یې بایدن ته د يوه پېغام ليږدول دي.
د دې غورځنګ پلویانو ګواښ کړی دی چې که چېرې بايدن د جګړې په اړه خپلو تګلارو ته تغير ور نه کړي نو د نوامبر د ټاکنو په ترڅ کې به په دې مهم ایالت کې نوموړي ته رایې ور نه کړي.
بایدن د ۲۰۲۰م کال په ټاکنو کې په مشيګن کې ترمپ ته يوازې د ۲،۸ سلنه شميرو په توپير سره ماته ورکړې وه.
طليب په دې اړه وويل: «زه نن وياړم چې را داخله شوم، د ديموکراتانو د رایې پاڼه مې را واخيستله او د «بې تعهده يا ناتائيد شوې» خانه مې انتخاب کړه.» هغې وويل: «کله چې د مشيګن ۷۴ سلنه ديموکراتان د يوه اوربند ملاتړ کوي او اوس ولسمشر بايدن موږ ته غور نه نيسي نو همدا لاره ده چې موږ د ديموکراسۍ په کارولو سره ووايو، «غوږ ونيسئ ... مشيګن ته غوږ ونیسئ.»
لومړۍ شميرې ښيي چې «بې تعهده يا ناتائيد شوې» رایې د رایو د مرکزونو تر تړل کيدو سملاسي وروسته ۱۹ زره وې.
ځينو په خټه عربي امريکايي رايې ورکوونکو له خبري آژانسونو سره په خبرو کې د حماس پر ضد جګړه کې د بايدن له خوا د اسرائيل ملاتړ ته په اشارې سره خپله نااميده څرګنده کړې ده او ويلي يې دي چې دوی کيدای شي ترمپ ته رایه ورکړې. په غزه کې د اسرائيل او حماس وسله والې ډلې ترمنځ جګړه کې د په خپلواکه توګه ناتائيد شويو راپورونو له مخی تر اوسه څه نا څه ۳۰ زره فلسطينيان وژل شوي دي.
دا جګړه تر هغه وروسته پېل شوه چې حماس د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر ۷مه د اسرائيل په جنوب کې د بریدونو په ترڅ تقريباً ۱۲۰۰ کسان ووژل. د حماس ډله پر نورو سربیره د امريکا له خوا هم د يوه ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.
ترمپ په مقدماتي ټاکنو کې مخکې دی
په دې منځ کې ترمپ د لومړيو پړاونو په شان خپل ځای ساتلی دی او د جمهوري غوښتونکو د اکثريت ټاکونکو رایې یې ګټلي دي.
نوموړي د شنبې په ورځ د جمهوري غوښتونکو خپلې يوې مخکښې سيالې نیکي هيلي، ته د هغې په ټاټوبي جنوبي کارولاېنا کې ماتې ورکړه.
د نیکي هيلې د کمپاين وياندې اوليويا پيریز – کوباس، وويل چې د مشيګن نتایج «په نوامبر میاشت کې د ترمپ له پاره د خبرداري نخښه ده»
هغې وويل: «دا ښايي د خبرداري يوه بله نخښه وي چې څه چې په مشيګن کې پېښ شول، په ټول هېواد به پېښ شي. تر څو دونالد ترمپ د جدول په سر کې دی، جمهوري غوښتونکي به د کيڼ اړخو سوسيالستانو په مقابل کې ماته خوري. زموږ اولادونه د ښو مستحق دي.»
ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: