د مهاجرو روژه
د دوشنبې په ورځ روژه پېل شوه. په دغه کمپ کې د سوریې، عراق او افغانستان شا او خوا ۸۰۰ مهاجر دي او هغه لږ څه چې لري خپله روژه پرې تیروي. یودي هېلتن د ریتسونا کمپ څخه چې له آتن څخه د باندې دی رپوټ راکوي.
د عبادتونو میاشت
فریده، چې له افغانستان څخه راغلې ده د خپلې کورنۍ خیمې ته څیرمه له روژه ماتې څخه تر مخه قرآن کریم لولي.
د خرما کڅوړو چمتو کول
له «ایکو ۱۰۰» نومې خیره سازمان څخه داوطلبه مرستندویه ستیفني پوپ (کیڼ اړخ ته) او د دمشق څخه سلیمان چې یو مهاجر دی د خرما ۱۵۰ کوچنۍ کڅوړې ډکوي. مسلمانان په دودیزه توگه روژه زیاتره وخت په خرما او اوبو ماتوي.
هغه مرسته، چې تمه یې نه کیده
دوه سوریایي ماشومان د خرما د کارتونونو په انتقالولو کې مرسته کوي چې د متحدو عربي آماراتو د سفارت له لوري یې مرسته شوې ده. سفارت په غیر منتظره توگه د ریستونا کمپ تر سلو کیلو زیاته وچه خرما استولې ده.
عاجلې اړتیاوې پوره شوي
داوو طلبو کسانو تحویلخانې ته خواړه رسولي. شړومبې، خرما او انار چې د روژې ځانگړي خواړه بلل کیږي، د نورو عادي خوړو تر څنگ پر خلکو ویشل شوي دي.
د خوړو تیارول
نایا حورو، چې سوریايي مهاجره ده د آشپز خانې د نه لرلو له کبله تر شنه آسمان لاندې د لرگیو په نغري کې د خپلې کورنۍ نهو غړو ته خواړه تیاروي.
له کورنۍ سره وخت تیرول
د نایا حورو، زوم حسن رسول چې د څلورو ماشومانو پلار دی هغه یوه ساز ته نڅا کوي چې له نزدې خیمې څخه یې غږ راځي.
روژه ماتی
د نایا کورنۍ د روژه مات انتظار کوي. هغوی د نایا د لاس پخ شوې وریژي او د یونان له له لوري مرسته شوې شوروا، سلاته او هگۍ خوري.
د عبادت وخت
په هغه یوه ودانۍ کې چې څوک په کې نه اوسیدل او اوس ترې جومات جوړ شوی دی یوه ښځه قرآن کریم رااخلي.
د ورځې پای
یو سړی په ریتسونا کمپ، کې د خپلې خیمې د باندې لمونځ کوي.