د جي ۷ مشرانو د اوکراین له پاره امنیتي چوکاټ اعلان کړ
۱۴۰۲ تیر ۲۱, چهارشنبهاوو پرمختللو صنعتي یا جي ۷ هیوادونو یو نړیوال چوکاټ اعلان کړ چې د اوکراین له پاره اوږدمهاله امنیت ډاډمنوي، څو د روسیې پر وړاندې خپله دفاع پیاوړي کړي او په راتلونکي کې د مسکو د هر ډول تیري مخه ډب کړي.
په یوه ګډه اعلامیه کې امریکا متحده ایالاتو، جرمني، جاپان، فرانسې، کاناډا او بریتانيا او همداشان اروپایي اتحادیې ویلي دي چې په دغه امنیتي چوکاټ کې د عصري پوځي تجهیزاتو، روزنې، د استخباراتي او سایبري دفاع په څیر عناصر شامل دي. نور هیوادونه هم کولی شي په دغه اعلامیه کې شامل شي.
اړونده موضوع: ناټو د ایران د "ویجاړونکو فعالیتونو" په اړه ژوره اندېښنه
د دې په بدل کې به اوکراین د ښې حکومتولۍ له پاره پر اقداماتو سربیره قضایي او اقتصادي برخه کې د اصلاحاتو او روڼتیا د رامنځ ته کولو ژمنه کوي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې په داسې حال کې چې اوکراین د ناټو په تړون کې د شاملیدو اجازې ته انتظار باسي، جي ۷ هیوادونه به د یوه غښتلي پوځ د رامنځ ته کیدو له پاره له اوکراین سره مرسته وکړي.
اړونده موضوع:د ناټو سرمشريزه؛ بایدن بريتانيا ته رسېدلی او وروسته ويلنيوس ته ځي
بایډن په ویلنیوس کې د ناټو سرمشریزې ته د وینا پر مهال وویل: «موږ به له دوی سره د ځمکې [پرسر]، هوا او په سمندر کې د پیاوړي دفاع د رامنځ ته کولو په برخه کې مرسته وکړو.» په دغه غونډه کې د جي ۷ پر مشرانو سربیره د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي هم حضور درلود.
د متحده ایالاتو ولسمشر ټینګار وکړ چې د «اوکراین راتلونکې په ناټو» کې ده او د جي ۷ هیوادونو په خپله اعلامیه کې د اوکراین اوږد مهاله ملاتړ په څو اړخیز امنیتي چوکاټ کې څرګند کړی دی. بایډن زیاته کړه چې «موږ به تر هغه وخته هلته یو» چې ورته ضرورت وي.
زیلنسکي همهاله په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې څو اړخیز تړون چې له هیوادونو سره ګډو خبرو اترو ته لار هواروي، د اوکراین له پاره «د پام وړ امنیتي بریا» ده.
زموږ له آرشیف څخه:
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ ویلي دي چې د یو شمیر هیوادونو له لوري د جي ۷ په چوکاټ کې له اوکراین سره شوې ژمنې د کیف د ملاتړ له پاره د اوږدمهاله ستراتیژۍ په معنی ده.