د نړۍ تر ټولو قیمتي پسه يا ګډ په سلونو زره پاونډه خرڅ شو
۱۳۹۹ شهریور ۹, یکشنبهد دغه ګډ په اړه ويل شوي چې عمر يې شپږ مياشتې دی او خاوند يې د چارلي بوډن په نوم يو کس وو چې د پسونو د نسل نيونې د يوې اتحاديې کارکونکی دی. هغه خپل دغه ګډ، د پسونو د نسل اخیستنې او کاروبار پر يوې اتحاديې باندې خرڅ کړی دی.
د سکاتلند د دغه نسل پسونو یا ګډانو په ملي بازار کې د دغه ګډ بيه له لس زره پاونډه څخه پيل شوه. د ګډ د اخیستلو له پاره ګڼ شمیر ډلې راغلې وې چې د یو بل پر بیه يې مزایده یا نرخ لوړاوه. په پایله کې د دغه ګډ بيه درې لکه او اته شپيته زره پاونډو ته ورسيده.
د ډبل ډایمند په نوم دغه ګډ د پسونو د يوې اتحاديې اړوند، درو مالدارانو د پانګونې په موخه واخیست. دوی هیله مند دي چې له دغه ګډ څخه به د نسل په ډيريدو کې کار واخلي او دې سره به يې کاروبار ښه شي.
له دغو درو مالدارانو د جيف ايکن په نوم يوه يې وويل: «کله چې د نسل اخیستو خبره رامنځ ته کيږي بیا نو ډيرو وړو وړو خبرو ته هم بايد پام وشي، لکه ويښتان، رنګ، د سر جوړښت او نور هر څه.» ايکن زیاته کړه: «موږ د دې له پاره چې ځانګړي جينونه مو ترلاسه کړي وي، بیه مو دومره لوړه کړه.»
دا په داسې حال کې ده چې په حاضر وخت کې د پسونو په کاروبار کې دخيل خلک له مالي ستونزو سره مخ دي او په داسې يو وضعيت کې ډير لږ مالداران پيدا کيږي چې د يو ګډ د اخیستلو له پاره د دومره ډيرو پيسو توان ولري.
تر دې وړاندې په ۲۰۰۹م کال کې يو ګډ په ۲۳۰۰۰۰ پاونډه خرڅ شوی وو، خو دا ځل په ۳۶۸ زره پاونډه د دغه ګډ خرڅيدل نړيوال ريکارډ هم مات کړ. د «ټيکسل» په نوم د ګډانو دغه نسل د هالند هیواد د ټکسل جزيرې څخه دی. د دغو پسونو اړوند اتحادیه وايي، په عام ډول د دغه نسل یو ګډ، د نسل اخیستنې په موخه تر سلونو زره يورو پورې خرڅيږي.
د ټيکسل پسونو پخوانی تاريخ څرګند نه دی، خو غوښه يې د خوند له اړخه تر ټولو ښه او خوندوره توصيف کيږي.
دویچه وله اردو/م.ک.ص./م.ن.ص.
دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!