د نړۍ سیاست وال او د هغوي د سپيو انځورونه
سیاست وال له دې کبله هم شهرت لري، چې څه ډول په ډير مهارت سره خپل کورني حیوانات له ځان سره نندارې ته وړاندې کوي. د عسکونو په دي البوم کي د يو شمير اوسنیو او پخوانيو واکمنانو چلند له خپلو سپيانو سره ګورئ.
بوریس جانسن او دایلین
په ډېرو اروپايي هيوادونو کي هغه حيوانات چې خاوند نه لری، د حيواناتو په روزنتونونو کي ساتل کيږي. د برتانيا لومړي وزیر دغه کوچنی سپې له روزنتون څخه اخيستې او "دایلین" نوم یې پرې ايښی.
ولادیمیر پوتین او ويرني
د روسيې جمهوررئیس ولادیمير پوتين له حيواناتو سره د علاقې له کبله شهرت لري او په ډيره مینه له قطبي ايږې او يا سايبريايې پړانګانو سره عکسونه اخلي. هغه په کال ۲۰۱۷م کې د خپلې کليزي په ورځ د ترکمنستان له جمهوررئیس قربان قلې څخه د "ويرني" په نامه يو سپې د کليزې په وياړ د ډالۍ په توګه تر لاسه کړ.
پوتین، میرکل او کاني
د روسيې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د آلمان له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره د ليدو له پاره په کال ۲۰۰۷ م کې له خپل سپې کاني سره راغلې وو. هغه ميرکل ته ويلې وو:«دغه سپې به تاسې ته يا سرخوږې جوړ کړې او يا نه.» په اصل کې دا يوه ديپلوماتيکي تيروتنه وه. د آلمان صدراعظمه له سپيو ويره لري، ځکه هغه په ۱۹۹۵م کال کې د يوه سپې له خوا داړل شوې وه.
بارک اوباما او بو
د امريکا متحده ايالاتو پخوانی جمهور رئيس، د رسنيو پر وړاندې د راڅرگنديدو په برخه کې يو مسلکي سیاست وال دې. دلته هغه د خپل "بو" په نامه سپې سره د لوبو په حال کې ليدل کيږي.
جورج دبلیو بوش او بارني
د امريکا متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس جورج ډبليو بوش کوچنې سپې، «بارني» دومره شهرت لري، چې سپينې مانۍ حتي د هغه له پاره يوه ځانگړې انترنت پاڼه پرانيستې وه. امريکايي رسنيو به ډير کله هغه د سيينې مانۍ پر کبلو د ځغاستې او لوبو په حال کې ښکاره کوو.
شرودر او هالي
د آلمان پخواني صدراعظم ګیرهارد شرودر او د هغه پخوانۍ میرمن دوریس شرودر، د خپلې کورنۍ د غړو په شمير کې په دې کوچني سپې سره په کې ډيروالې راوست. د «هالي» په نوم دغه سپی د «لومړي سپي» په نامه مشهور وو.
ايمانويل مکرون او نيمو
د فرانسې جمهور ریئس ايمانويل ماکرون د بوريس جانسن په څير د «نيمو» په نامه خپل سپی له يوه روزنتون څخه رانيولې.
ملکه او د هغې سپي
دويمه ملکه اليزابت د نړۍ له مشهورو کسانو څخه ده. په هماغه اندازه کابو د هغې سپې هم مشهور دي، چې د بریتانيې ملکه يې له ډيرې مودې راهیسې بدرګه کړي. په ۱۹۹۸م کال کې هغه په دغه عکس کي له خپلو سپيانو سره ليدل کيږی.