د نړۍ لنډ خبرونه له انځور سره
د نړۍ لنډ خبرونه له انځور سره
د کابل د انترکانتینینتل هوټل د قربانیانو شمیر ډیر شوی
پر انتر کانتیننتل هوټل باندې د برید په هکله په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي چې په دغه پیښه کې له ۴۰ ډیر کسان وژل شوي. د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي چې په دې برید کې ۲۵ افغانان او د یوه آلماني په ګډون ۱۵ بهرني اتباع وژل شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې پیښه کې د ۴ امریکايي اتباعو وژل کیدل او د دوو نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.
په ایټالیا کې د اورګاډي د ټکر له امله مرګ ژوبله رامنځ ته شوې
د ایټالیا په میلان ښار کې د اورګاډو د یوه ټکر له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي. د ایټالیا د عامه روغتیا د وزارت د سرچینې په حواله د اورګاډې د ټکر په دې پیښه کې له سلو ډیر کسان ټپیان شوي هم دي چې د ځینو ټپونو شدید ښوول شوي دي. د انسا خبري اژانس د ژغورنکې عملې په حواله رپوټ ورکړی چې د ټکر له امله ډیر شمیر مسافرین لا هم په اورګاډي کې بند پاتې دي.
په ویانا کې د سوریې د سولې په هکله خبرې پیل شوي
د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د سوریې د جګړې په هکله د سولې نهم پړاو خبرې په ویانا کې پیل شوي. د رپوټونو په حواله، د سوریې په شخړه کې ښکیل اړخونو مستقیمي خبرې نه دي منلي او غواړي چې په جلا توګه د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټیفن دیمیستورا سره خبرې وکړي. ټاکل شوې چې د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د سوریې د نوي اساسي قانون طرح او د ټاکنو پر موضوع مذاکرات ترسره شي.
اروپايي محکمې د همجنس بازه پناه غوښتونکو ارزونې رد کړي
په لوګزمبورګ کې د اروپايي محکمې د قاضیانو د پریکړې په اساس په اروپا کې د همجنس بازو پناه غوښتونکو د میلان ازموینې قانوني بڼه نه لري. د محکمې قاضیان استدلال کوي چې دغه راز آزموینې مناسبې نه دي او د پناه غوښتونکو په شخصي حریم کې دخالت ګڼل کیږي. د محکمې قاضیانو ویلي چې د تصدیق وړاندې کول مجاز نه دي خو یوازې په دې شرط اجازه ورکول کیدی شي چې د یو کس اساسي حقوق خوندي وي.
ترمپ او اردوغان د کردانو پر وړاندې د عملیاتو په هکله خبرې کړي
د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د تلیفوني مکالمې په ترڅ له هغه غوښتي چې د سوریې په شمال د عفرین په سیمه کې دې پوځي بریدونو ته د پای ټکی کیږدي. سپینې ماڼۍ د دغه مطلب په څرګندونو سره ویلي چې ترمپ له اردوغان غوښتي چې له هر ډول هغو عملیاتو مخنیوي وکړي چې د متحده ایالاتو د سرتیرو د پارونې سبب ګرځي.
په هندوستان کې د فلم پر ضد د لاریون له امله ښوونځي تړل شوي
د هندوستان په ځینو شمالي سیمو کې د افسانوي هندو ملکې «پدوماتي»، په اړه د جوړ شوي فلم پر ضد مظاهرې روانې دي. مظاهره کوونکي ادعا کوي چې فلم جوړونکي په دې فلم کې د دوی تاریخ تحریف کړی دی. د دې فلم داستان د راجپوټ جنګیالیۍ پرګنۍ د یوې نیمه افسانوۍ هندي ملکې «پادمیني» په هکله دی. لاریون کوونکي وايي چې په فلم کې د ملکې او مسلمان پاچا علاودین غلجي ترمنځ عاشقانه اړیکې په ناسمه توګه ښوول شوي دي.