د نړۍ مهم او لنډ خبرونه له متن او انځور سره
د سوریې د خوندي سیمو پر سر تر توافق وروسته نښتې
په سوریه کې د خوندي سیمو د رامنځته کولو پر سر تر توافق وروسته، د بشار الاسد او د یاغيانو ترمنځ بیا نښتې شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې خبر ورکړی چې جنګي جت الوتکو د حما په ولایت کې ځینې سیمې بمبار کړي دي. د یاغیانو یوه ویاند هم دغه نښتې تایید کړي دي خو د سوریې دولتې سرچینو په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي. دغه توافق د ترکیې، ایران او روسیې ترمنځ د قزاقستان په مرکز آستانا کې شوی وو.
د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو پر نوماند هکري برید
د فرانسې د دوهم پړاو ولسمشریزو ټاکنو لږ څه مخکې، د دې هیواد په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلواک نوماند امانویل ماکرون د انتخاباتي مبارزو پر ډلې باندې هکري انټرنټي برید شوی. د هغه ټیم ویلي دي چې د دې انټرنیټي برید هدف د ماکرون بې اعتباره کول دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په دې هکله څه نه وايي خو تر دې پیښې مخکې فرانسې د خپل هیواد په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د مداخلو په هکله خبردارۍ ورکړی وو.
په ترکیه کې تر ۱۰۰ ډیر وکیلان ګوښه کړل شوي
په ترکیه کې تر ناکامې کودتا تقریباً ۱۰ میاشتې وروسته، یو ځل بیا ۱۰۷ وکیلان او څارنوالان له دندو ګوښه کړل شوي دي. د ترکیې دولتي خبري آژانس انادولو رپوټ ورکړی چې دغه کسان د ګولن پر ملاتړ تورن دي. د ترکیې حکومت، فتح الله ګولن چې اوسمهال په امریکا کې ژوند کوي، د تیرکال د کودتا اصلي عامل ګڼي. د ترکیې د ټولو ۱۴۰۰۰ وکیلانو له ډلې څخه تر اوسه پورې ۴۲۳۸ تنه وکیلان او څارنوالان له دندو ګوښه کړل شوي دي.
په ونزویلا کې پوځي افسران نیول شوي
په ونزویلا کې د خلکو پر وړاندې د حکومت د چلند پر سر د نیوکو له امله، ۸۶ پوځي افسران نیول شوي دي. تر اوسه پورې د ونزویلا پوځ د دې هیواد سوسیالست ولسمشر ته وفاداره وو، خو د هغه اپوزیسیون بیا ولسمشر د روانو امنیتي او اقتصادي خرابو حالاتو مسول ګڼي. د ونزویلا د حکومت پرضد د مظاهرو تر پیل راهیسې د امنیتي ځواکونو او د مظاهره چیانو ترمنځ په نښتو کې ۳۸ کسان وژل شوي دي او له ۸۰۰ ډیر بیا ټپیان شوي دي.
په چاد کې د یوه برید له امله مرګ ژوبله
د افریقايي هیواد چاد د پوځ یوه ویاند ویلي دي چې د دوی ۹ سرتیري او د بوکوحرام ډلې ۴۰ جنګیالي په نښتو کې وژل شوي دي. نښته د چاد د سیند په سیمه کې د نایجریا پولې ته څیرمه رامنځته شوې چېرته چې ملګري ملتونه داسې اټکل کوي چې په دې سیمه کې د اسلامپاله ترهګرې ډلې بوکوحرام له ویرې شاوخوا ۳ میلیونه کسان دې ته اړ شوي چې خپلې سیمې ترک کړي.