د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
ملي امنیت په کابل کې ۲۶ شکمن داعشیان نیولي
ملي امنیت ادارې د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې افسرانو يې د داعش ډلې ۲۶ شکمن غړي نیولي دي. د ملي امنیت د ادارې په وینا یاغیانو پلان درلود چې په روانه اونۍ کې د عاشورا په مراسمو کې شیعه مسلمانان په نخښه کړي. د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د داعش څانګې د ټول افغانستان په کچه او په ځانګړې توګه په کابل کې د لږکیو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
سوریې او ایران په ادلب کې د غیر پوځي سیمې د رامنځ ته کیدو هرکلی کړی
د سوریې په ادلب کې د یوې غیر پوځي سیمې د جوړیدو په هکله د روسیې او ترکیې له پلان څخه د جګړې نورو اړخونو هم خپل ملاتړ څرګند کړی دی. د سوریې حکومت او ایران په دې هکله د رامنځ ته شوي توافق هرکلی کړی دی. د سوریې د دولتي خبري آژانس سانا، د رپوټ له مخې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له یوه «نوښت» څخه یادونه کړې، چې د وینې د بهیدو په مخنیوي او د امنیت د بیرته ټینګیدو په برخه کې به مرسته وکړي.
چین د امریکا له لوري د نوو تعرفو پر وړاندې غبرګون ښوولی دی
چین د امریکا له لوري د ګمرکي تعرفو د لوړولو په غبرګون کې د غچ اخیستونکو اقداماتو اعلان کړی دی. خو د چین د سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د احتمالي جزايي اقدامات جزئیات نه دي په ډاګه شوي. په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې د امریکا اقدامات د دواړو هیوادونو ترمنځ مذاکراتو کې نوې بي باوري رامنځ ته کړې ده.
په ناجیریا کې سیلابونو په لسګونو تنه وژلي دي
نایجیریا د سختو سیلابونو له کبله چې کابو سل تنه یې وژلي دي، بیړنی وضعیت اعلان کړی دی. د دغه هیواد له طبیعي آفاتو سره د مبارزې ادارې د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې دغه څه د څلورو ایالتونو کوګي، دیلتا، انمبرا او نایجیر په هکله صدق کوي. زیاته شوې ده چې نور اته ایالتونه تر څارنې لاندې دي. د سختو بارانونو له کبله په سیندونو کې د اوبو سطحه لوړه شوې او ډیر شمیر سیمې او فصلونه اوبو لاندې کړي دي.
د م.م. کمیسیون د روهنګیا لږکیو تبعید د جنګي جرمونو په توګه ارزوي
د ملګرو ملتونو د یوه کمیسیون د ارزونې له مخې په میانیمار کې د ډیر شمیر روهنګیا لږکیو تبعید او قتلونه د يوې هدفي ولسوژنې معیارونه پوره کوي. د م. م د بشري حقونو د کمیسار د حقیقت موندنې کمیسیون په رپوټ کې راغلي دي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو مسلمان لږکي ربړولي، وژلي، پر ملکیانو یې حملې کړي، برمته کړي او انسانان یې پرته له محاکمې اعدام کړي دي. زیاته شوې د بشریت ضد او جنګي جرایم تر سره شوي دي.
«په سوریه کې روسۍ الوتکه سهوتاً ویشتل شوې ده»
د روسیې د پوځ د معلوماتو له مخې یوه روسۍ اکتشافي الوتکه په تیروتنې تر سره د سوریې د دافع هوا له لوري په مدیتراني سمندرګي کې ویشتل شوې ده. دغه خبر په مسکو کې د دفاع وزارت ویاند ورکړی دی. خو جنرال ایګور کوناشینکوف، د دې تیروتنې له پاره اسرائیل ګرم ګڼلی دی. د هغه په خبره د اسرائیلو اف ۱۶ جنګي الوتکې په سوریه کې د اهدافو د بمبارۍ پر مهال ځان د روسۍ الوتکې شا ته پټ کړی وو.