د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
په افغانستان کې سختو واورو لږ تر لږ ۳۷ کسان وژلي
په افغانستان کې د سختې واورې اوریدو، بارانونو او واورې ښویدنې له کبله لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي دي. له همدې امله حکومت د یکشنبې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې. د افغانستان د طعبیي افاتو پر ضد د مبارزې ادارې ویاند عمر محمدي، د آلمان له خبري آژانس په مرکه کې ویلي چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
په ترکیه کې له داعش سره اړیکي لرونکي د ۴۰۰ تورنو کسان نیول
د ترکیې پولیسو د څو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې تقریباً ۴۰۰ تورن کسان د اسلامي دولت له ډلې یا داعش سره د اړیکې لرلو په تور نیولي دي. د ترکیې د انادلو رسمي خبري اژانس خبر ورکړی چې یوازې په انقره کې د داعش ډلې ۶۰ پلویان نیول شوي دي او زیاتره یې د ترکیې اتباع دي. د ترکیې حکومت په دې هیواد کې د ګڼ شمیر تروریستي بریدونو مسولیت د اسلامي دولت پر ډلې اچوي.
د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند لخوا شمالي افریقا ته د مهاجرو د لیږد ملاتړ
په آلمان کې د سوسیال مسیحي او دیموکرات مسیحي ګوند وروسته، اوس د سوسیال دیموکرات ګوند له مدیترانې بحیرې څخه د ژغورل شوو مهاجرینو بیرته شمالي افریقا ته د لیږد حمایت کړی. د آلمان په پارلمان کې د دې ګونو مشر، توماس اوپرمن د «فرانکفورته الګمانیه سایتونګ» ورځپاڼې ته ویلي دي چې د قاچاقبرو لخوا د انساني قاچاق د مخنیوي له پاره، باید دغه مهاجرین بیرته ولیږل شي او لومړی دې په شمالي افریقا کې ځای په ځای شي.
په پاریس کې له بریدګر څخه پلټنې روانې دي
هغه بریدګر چې په فرانسې کې د چړې د برید کولو پروخت زخمي او بیا روغتون ته انتقال شوی وو، اوس رسماً د پولیسو تر نظارت لاندې دی. پلټونکو ویلي دي چې په روغتون کې له عملیات وروسته د هغه صحي حالت اوس د ښه کیدو په حال کې دی. چارواکي غواړي چې د امکان تر حده پورې له هغه څخه همدا نن د یکشنبې په ورځ تحقیقات وشي. نوموړي بریدګر د جمعې په ورځ په پاریس کې د الله اکبر په ویلو سره په څو تنو سرتیرو د چړې برید وکړ.
افغانستان ته د ټیسټ درجې په ورکولو کې پرمختګ
د کريکټ نړيوالې شورا افغانستان او ايرلنډ ته لاره هواره کړې څو د تېست لوبو ملتونه جوړ شي. د کريکټ نړيوالې شورا ويلي دي چې د بشپړو غړو هېوادونو تر منځ د مقرراتو او تمويل په برخه کې پر تغیراتو هوکړه شوې. د افغانستان د کرکټ بورډ په حواله ICC د افغانستان کورنيو څلور ورځنيو لوبو ته د لومړۍ درجې (فرسټ کلاس ) حيثت ورکړی او همدا راز د افغانستان شپږيزې ليګ ته هم د A کټګوري حیثیت ورکړل شوی دی.