د نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کې
ملګري ملتونه: د کندز پر یوه روغتون باندې برید جنګي جنایت دی
ملگرو ملتونو په کندز کې پر یوه روغتون باندې د امریکا متحده ایالاتو شکمن هوایي برید سخت غندلی دی. د ملگرو ملتونو د بشري حقوقونو عالي کمیسار سید الحسین ویلي دي چې دغه پيښه «په مطلق ډوه یوه غمیزه ده چې د بخښلو وړ نه ده او آن کیدای شي چې یو جنايي عمل وي»
ترکیه پر اروپا باندې د کډوالو د هجوم مخ نیسي
د اروپايي ټولني کمیسارې د آلمانۍ ورځپاڼې «فرانکفورتر الگماینن» په حواله له ترکیې سره پر یوه کاري پلان باندې کار کړی دی چي د مهاجرو هجوم به پر اروپا باندي کم کړي. ورځپاڼې د کمیساري او آلمان د حکومت د منابعو په حواله لیکلي دي چي د دغه پلان پر اساس ترکیه مکلفه ده چې له یونان سره خپل سرحدونه په ښه ډول اطمیاني کړي.
په بنگله دیش کي یو جاپاني د اسلامی دولت له خوا ووژل شو
په بنگله دیش کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د یوه جاپاني وژل کیدل تایید کړي دي. په عین حال کط هغوی په انټرنیت کي خبرداری ورکړی دی چې د عیسوي صلیب د دفاع اییتلافي هيوادونو پر نورو اتباعو باندې به هم بریدونه وکړي. دغه ۶۵ کلن جاپاني دویم کس دی چي په یوه اوونۍ کې د یوه ایټالوي تر وژل کیدو وروسته په بنگله دیش کې په احتمالي توګه د اسلامی دولت ترهګرې ډلي له خوا وژل کیږي.
په فرانسه کي سیلابونو مرگه ژوبله اړولې ده
د فرانسې په سویل کې تر سختو سیلابونو وروسته لږ تر لږه ۱۳ انسانان وژل شوي دي. د ریل گاډو ډیر خطونه بند شوي دي او ډیر کسان باید امنو ځایونو ته ولیږدول شي.
پرتگال نوی پارلمان ټاکي
په پرتګال کې د ۹،۶ ملیونو مستحقو کسانو څخه غوښتل شوي دي چې خپلي رايي ورکړي. انتخاباتي حوزې به د اروپا په وخت اتو بجو پوري خلاصي وي. په وروستۍ نظرپوښتنه کي د محافظه کاره صدراعظم پیدرو پاسو حکومتي اییتلاف تر خپل اپوزیسوني سوسیالسټ گوند پنځه فیصده مخکې دی. خو کیدای شي پاسو مطلق اکثریت له لاسه ورکړي.